د پاکستان پوځ پاکستاني طالبان د خوارجو فتنه (فتنة الخوارج) ونومول
د پاکستان پوځ ټولو حکومتي ادارو ته امر کړی چې له دې وروسته پاکستاني طالبانو ته د فتنة الخوارج نوم وکاروي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف نن دوشنبه په خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: د پاکستان حکومت په یوه نوي اقدام کې پاکستاني طالبانو ته د فتنة الخوارج نوم ورکړی دی او ټولې ادارې باید دا ترهګره ډله په همدې نوم یاده کړي.
هغه زیاته کړه، دا د خوارجو یوه فتنه ده چې د اسلام له دین او پاکستان سره هیڅ تړاو نلري.
خوارج د اسلام په سیاسي تاریخ کې هغو ډلو ته ویل کېږي چې د اسلامي نظام پر وړاندې یې بغاوتونه کړي دي. ځیني روایات وایي چې دې ډلې د حضرت پیغمر ص په وخت کې سر راپورته کړی دی، خو مشهور روایت د خوارجو په اړه دادی چې یوې ډلې مسلمانانو د حضرت علی رض پر وړاندې بغاوت وکړ، د هغه له لښکرو څخه ووتل او د ابن وهب په پوځ کې شامل شول، کله چې دا ډله له کوفې څخه بهر شوه نو د خوارجو نوم ورکړ شو. د خوارجو نوم له «خروج» څخه اخیستل شوی دی.
دا چې د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو ته په دې نوم ورکولو سره غواړي څه ترلاسه کړي معلومه نده، خو د پاکستان حکومت تل د هغو مدرسو او دیني عالمانو له لاري چې ددوی تر ملاتړ لاندي دي هڅه کوي پاکستان یو سوچه اسلامي ریاست معرفي کړي.
په ورته وخت کې ددغو تروریستي ډلو ښکار ولسونه تل د پاکستان په حکومت تور پوري کوي چې دغه ډلې د پاکستان پوځي ادارې د خپلو اهدافو تر لاسه کولو په موخه رامنځته کړي او بېرته یې د ځپلو په نوم تجارت کوي.
پښتون قامپال سیاستوال افراسیاب خټک په خپله اکس پاڼه لیکلي: د پاکستان ریاست ولسي او مدني حرکتونه ځپي خو د هغو تروریستي وسلوالو ډلو پر وړاندې چې دوی د خپلو اهدافو لپاره منځته راوړې ریښتینی اقدام نکوي.
د پشتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتون په جون میاشت کې د خیبر پښتونخوا په رزمک کې یوې سترې ولسي غونډې ته وویل: د پاکستان ریاست پر ترهګرۍ تجارت کوي، دوی تروریستي ډلې جوړي کړي روزنه او وسلې ورکړي بیایي زموږ سیمو ته د انسان وژنې لپاره رالېږي.
پشتون زیاته کړه:ریاست ددې ترهګرو له لارې د چین په سیپیک او نورو پروژوه بریدونه وکړي او پر دې نامه له امریکا څخه پیسې اخلي چې د چین د پورژو د مخنیوي لپاره یې ترهګر روزلي او له چین څخه بیا ددوی د پروژو د امنیت ساتلو په نوم پیسې اخلي.
په پاکستان کې د تروریستي ډلو فعالیتونو، نا امنیو او ځورونو له امله په دې ورستیو کې د عدالت او بېلتون غوښتنې ولسي حرکتونو زور اخیستی چې په دې ورستیو کې د علي وزیر او ماه رنګ بلوچ په شمول ګڼ شمېر فعالان زندانونو ته اچول شوي دي.