د پاکستان د عامې روغتیا ادارې اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې یو کس د اېم پاکس په نوم ناروغۍ باندې یو کس اخته شوی او دا لومړنۍ پېښه ده چې په دغه هېواد کې ثبت کیږي.
دغه پېښه په پاکستان کې په داسې حال کې ثبتیږي چې پرون د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) د افریقا په ځینو برخو کې د اېمپاکس ناروغۍ د خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان کړی و.
د راپورونو له مخې، هغه کس چې روانه اوونۍ یې ایم پاکس ناروغي تائید شوې، د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی چې له خلیجي هېوادونو بېرته پاکستان ته ستون شوی و.
سرچینې زیاته کړې، تراوسه نه ده معلومه چې یاد ناروغ د ایم پاکس په کوم ډول اخته شوی او ایا دا هغه بڼه ده چې وړمه ورځ لومړی ځل له افریقا بهر په سویډن کې پرې د یوه کس اخته کېدل تایید شول.
اېمپاکس ناروغي چې پخوا د منکي پاکس [د بیزو چیچک] په نوم پېژندل کېده، ژر لېږدېدونکې ده چې د ډبلیواېچاو د معلوماتو له مخې، تراوسه یې په افریقا کې له امله ۵۰۰ کسان مړه شوي او ۱۷ زره نورې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، د اېمپاکس ناروغي له اخته کس سره د پوستکي تماس، له نږدې د خبرو او تنفس له لارې لېږدول کېږي او د والګي په څېر د نښو نښانو او پوستکي د ټپونو لامل کېږي چې پر دې ناروغۍ له هرو سلو اخته کسانو شاوخوا څلور یې ژوند بایلي.