طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له اوزبیکستان سره یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پنځه توافقلیکونه لاسلیک کړي دي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا توافقلیکونه په ارګ کې د طالبانو د حکومت د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارفاف په حضور کې د دواړو خواو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
اعلامیې له مخې، دا هوکړې، د کانونو او پطرولیم، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو او د اوزبیکستان جمهوري اړوندو وزارتونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لاسلیک شول.
د راپورنو له مخې، اوزبیکستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته یې له طالبانو سره ینږدې اړیکې ساتلي، په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی پریښې او په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې یې د طالبانو دیپلوماتانو ته هم د فعالیت اجازه ورکړې ده.