د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په غزه کې د اوربند د هڅو په لړ کې اسرائیلو ته تللی او هلته به لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې نوموړی به نن دوشنبه د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو او له نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او له هغه وروسته به د سې شبنې په ورځ مصر ته سفر وکړي.
دا په فلسطين کې په تېره اکتوبر میاشت کې له پیل شوي تاوتريخوالي راهیسې دې سیمې ته د ښاغلي بلېنکن نهم سفر دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د دواړو ښکېلو لورو تر منځ د فاصلې راکمولو هیله ښودلې ده.
امریکا او سرائیل دواړو تېره اوونۍ په دوحه کې د مذاکراتو له بیا پيلېدو وروسته د یوه احتمالي جوړجاړي په اړه خوشبیني څرګنده کړې خو حماس وايي چې په دغو خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
ویل کېږي چې د دواړو لورو تر منځ په اختلافونو کې یو دا هم دی چې حماس ټينګار کوي چې اسرائيلي ځواکونه به په بشيړ ډول له غزې تړانګې وځي.