ځانګړي برخهمقالې

د امان الله خان فکري تګلاره؛د اوسني افغانستان لپاره یې پیغام

غازي امان الله خان ۱۰۵ کاله وړاندې په داسې حال کې په افغانستان د آزادۍ بیرغ ورپاوه، چې د سیمې او نړۍ اکثریت هېوادونه د سترو قدرتونو ترمنځ وېشلې او په ډېر استبدادي ډول د استعمار تر ښکېلاک لاندې و. د شاه امان الله خان د آزادۍ تحریک نه یوازې دا چې افغانستان د کلونو کلونو له ځواکمنې مستعمرې څخه را وایستل، بلکې د نړۍ د آزادۍ اخیستونکو زښت ډېرو نورو تحریکونو ته یې دا روحیه ورکړه، چې د لویې بریتانیا په څېر ستر ځواکونه چې د هیڅ ډول ځواک او راج کمی یې نه و، هم ماتې خوړلای شي. په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان له استقلال وروسته په هند کې د آزادۍ اخیستنې هڅې منظمې او ګړندۍ شوې، د شرقي اروپا په ځینو هېوادونو کې د استعمار پر ضد یو نیم نوی تحریک رامنځ ته شو او په افریقايي او د ختیځې آسیا په یو شمېر هېوادونو کې د وخت د سترو قدرتونو پر ضد پاڅونونو زور واخیست.
افغانستان د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې تل د نړۍ د زبرځواکونو ترمنځ د ټکر او د سیاسي او نظامي سیالیو مرکز پاتې شوی. د افغانستان د جغرافیايي موقعیت ترڅنګ چې یادو سیالیو ته یې زمینه برابره کړې، د افغانانو قبیلوي ژوند، بې تعلیمي، د عصر له اړتیا سره ځان نه برابرول، د قانوني چوکاټ نشتون، په ټولنه کې د ښځینه قشر غیر فعال او خنثی رول، د اجتماعي عدالت ستونزې او وروسته وروسته سخت دریځه اسلامي افکار هغه موارد دي، چې له سلګونو کلونو راهیسې یې افغانستان د پرمختګ له مسیر څخه را په شا کړی دی. غازي امان الله خان نه یوازې د افغانستان بهرنی استقلال ترلاسه کړ، بلکې پورته ټول یاد شوي هغه موارد، چې افغانستان یې په کور دننه هم له زیاتو ننګونو سره مخ کړی و، د سمون لپاره منظم پلان طرح او د تطبیق چارې پیل کړې.
د استقلال له اعلان سرم سم غازي امان الله خان د زاړه سبک حکومتولۍ پر ځای د مډرنې او نوې نړۍ له تجربې څخه په استفادې او د خپلې انفرادي عصري نړۍ لید له مخې د داسې دولت بنسټ کېښود، چې نه یوازې بهرنی او کورنی سیاست یې تعریف شوی و، بلکې د دولت ساختاري برخه یې هم په لومړي ځل د درې ګونو قواوو په تفکیک ولاړه وه، چې د شفافې او ځواب ویونکې حکومتولۍ لپاره ډېره اړینه ده. غازي امان الله خان په ټولنه کې د قانون د تشې یا د عصري قوانینو د نشتون له امله ویجاړونکو عواقبو ته په پام د ټولنې د قانونمند سازۍ برخې ته هم په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړ او د لومړني عصري اساسي قانون ترڅنګ یې د مختلفو برخو لپاره منظم او د وخت له اړتیا سره سم قوانین تدوین او تصویب کړل. د دې ترڅنګ، غازي باور درلود چې نالوستی ملت هیڅ کله خپلواک نشي پاتې کېدای او د تعلیم په اړه همدې تګلارې ته په پام نوموړي د نارینه او ښځینه تعلیم ترویج او ودې ته پراخه پاملرنه وکړه، لسګونه تعلیمي مرکزونه یې پرانیستل او د نورې نړۍ په مډرن تجربو یې سمبال کړل. همدا ډول، د ټولنې په نورو چارو کې د ښځو د ونډې په زیاتوالي، له قبیلوي ساختارونو او کوډونو راوتل، صنعت ته پراختیا، د آزادو رسنیو تاسیس او پراختیا او په سیاسي، ټولنیزو او حکومتي چارو کې د ولس را ښکېلتیا ټول هغه موارد دي، چې غازي امان الله خان یې سفر پیل کړ، خو هغو مواردو له امله چې په دویم پراګراف کې یادونه وشوه، د افغانستان د جوړونې یاده کارزامتیکه څېره د هېواد پرېښودلو ته اړه شو او ویې نشوای کړای د افغانستان لپاره خپل اهداف پلي کړي.
۱۰۵ کاله وروسته افغانستان له ډېرو کړاونو او لوړو ژورو وروسته لا هم د نړۍ تر ټولو ګوښه شوی، بې وزله، بې ثباته، له تعلیمي سیالۍ وروسته پاتې او په هر اړخیزه توګه د زیاتې پر مخ تللې نړۍ له کاروان څخه د لسګونو کلونو په فاصله تر شا پاتې دی. په هېواد کې د مشروع حکومت نشتون، له اساسي او نورو قوانینو پرته د څو محدودو افرادو محدود او سخت دریځ فکر حکومتي دستګاه، په سیستماتیک ډول د عصري تعلیم محوه کول، جنسیتي اپرتاید او د ښځو پر وړاندې د حاکم رژیم روان ظلم، له وطن څخه په دوامداره توګه د ځوان او پوه قشر فرار او لسګونه نور داسې موارد موجود دي، چې غازي امان الله خان یې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې پر ضد مبارزه پیل کړې وه. لاندې د اماني فکر پنځه اساسي اصول په لنډیز سره بیانوو، چې پېړۍ وروسته افغانستان لا هم زښته ډېره اړتیا ورته لري:
 
تعلیم د پرمختللې ټولنې لومړنی ګام
غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ پر مهال د ټولنې د پرمختګ، بساینې او د نا پوهۍ د له منځه وړلو لپاره خورا زیاتې هڅې وکړې. نوموړي باور درلود، چې د ټولنې د پرمختګ لپاره د ښځې او نر عصري تعلیم اساسي شرط دی او د دې پروسې پر وړاندې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو لپاره باید هر هغه وګړی چې په دې ارزښت پوهېږي بل ته لاسونه ورکړي او تعلیم ترویج کړي.
خو له پېړۍ وروسته لا هم په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګې پورته زده کړي نشي کولای او پر مخ یې د ښونځیو دروازې تړلې دي. د هلکانو د تعلیم پر وړاندې هم زیاتې ننګونې پرتې دي، چې له پخوا په معیارونو نه برابر عصري تعلیم له تېرو درېیو کلونو راهیسې مخ په زوړ روان دی. په کار ده، چې هر څومره ژر د دې غمیزې د پراختیا د مخنیوي لپاره په کور دننه او بهر منظم عمومي کمپاین او عملي اقدمات پیل شي.
 
بې قانوني نظم له منځه وړي
غازي امان الله خان څه باندې پېړۍ وړاندې د خپل عصر تر ټولو منظم قوانین رامنځ ته کړل او د ټولنې د قانوني کېدو لپاره یې خورا زیاتې هڅې وکړې. په یاده دوره کې افغانستان د حکومتولي د مدیریت او د هېواد د چارو د نظم لپاره د قانون جوړونې ډېرې ښې هڅې پیل کړې او په مختلفو برخو کې قوانین تدوین شول.
فرض کړئ، که له یادې زمانې را په دې خوا تر اوسه پورې د جګړو او کودتاوو له لارې قوانین ملغا او بیا له سره جوړ شوي نه وای او په خوندي او شفاف ډول یوازې تعدیلات پکې راوستل شوي وای، نن به افغانستان د قانون جوړولو، تطبیق او قانون ته د غاړې ایښودلو څومره ښه مخینه او تجربه درلودای.
افغانستان په اوس مهال کې اساسي قانون نه لري، چې د پاتې ټولو نورو قوانینو لپاره اساس ږدي. په نورو برخو کې هم قوانین د سلیقو په اساس د اجرا وړ دي. دې بهیر پراخه بې نظمي او بې مسوولیتي ته زمینه برابره کړې ده. په اوسنيو شرایطو کې د خلکو په خوښه او د بېلابېلو قشرونو اساسي حقوقو ته په پام باید قوانین رامنځ ته شي. په یادو قوانینو کې اوسنی نړیوال نظم هم باید په پام کې ونیول شي.
 
موډرنایزیشن د قبیلوي ژوند بدیل
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې قبیلوي ژوند درلود او دې سنتي ژوند په تېره یوه پېړۍ کې د نړۍ له چټک پرمختګ څخه ډېر زیات وروسته پاتې کړي دي. امان الله خان د واکمنۍ د چارو له اخیستلو سره سم خپلې هڅې پیل کړې، چې د یوې هر اړخیزې پروسې په ترڅ کې افغانان له قبیلوي ساختار څخه د وخت عصري ساختار ته واړوي، خو له خپلو ډېرو کوښښونو سره سره بریالی نشو او بلاخره همدې چارې یې واکمنۍ تهدید او خپله جلا وطنۍ ته تبعید کړای شو.
د غازي امان الله خان دور که د اوسنۍ نړۍ له دور سره پرتله کړو، نړۍ خورا زیاته بدله شوې ده، خو په دې منځ کې افغانان اوس هم په قبیلوي کوډونو ژوند ته دوام ورکوي. د ژوند دا ډول ساختار که هر څومره دوام کوي، هغومره یې زیانونه په زیاتېدو دي.
 
د ښځو پر وړاندې دید باید تغییر وکړي
د ښځو پر وړاندې روان تبعیض پر وړاندې غازي امان الله یوه پېړۍ وړاندې مبارزه پیل کړه او هڅه یې وکړه، چې د مېرمنو او نجونو ټول هغه حقوق پر ځای کړي، چې د دوی اساسي حق دی. نوموړي د عامه ذهنیت خلاف په ډېر جرات کوښښ وکړ، چې افغان مېرمنو ته د زده کړې، کار، خبرې او ژوند کولو حقوق ورکړي او له خپل محروم او مظلوم حالت څخه یې را وباسي.
یوه پېړۍ وروسته له بده مرغه لا هم همدغه افغان مېرمنې د تعلیم، کار، ښه ژوند، خپل انتخاب او خبرې حق نلري او په ډېر ظلم د نرواکي تابع دي. د افغان مېرمنې د حقوقو تامین او د انساني ژوند شرایطو ورته برابرول د ټولو لوستو افغانانو مسوولیت دی. دا ستره غمیزه باید پای ته ورسېږي!
 
یووالی او آزادي په ریښتني مانا
افغانان د پورته ذکر شویو روانو ناخوالو پر ضد ریښتیني یووالي او نیږدې والي ته اړتیا لري. د هېواد د ابادۍ او د افغانانو د هوسیاني لپاره د ګډو هڅو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده او په کار ده، چې د روانې بې عدالتۍ پر وړاندې منسجم او منظم کار وشي. په دې برخه کې د لوستو ځوانانو په ځانګړې توګه هغه چې په تېرو درېیو کلونو کې له هېواد څخه ووتل او د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول. دوی باید لوموړی په خپل منځ کې منظم او په ګډ محور را ټول شي او بیا په هېواد کې له مېشتو ځوانانو سره د دې وضعیت د تغییر لپاره هڅې پیل کړي.
په ننني عصر کې د هېوادونو د آزادۍ تعریف بدل شوی دی. افغانستان نن د نړۍ تر ټولو وروسته پاته هېوادونو په ډله کې دی. بې وزلې، بې تعلیمي، د پرمختګ له سیالۍ وروسته پاته او په نړیوال کچه منزوي افغانستان د آزادۍ په اوسني تعریف کې آزاد نشي کېدای او امان الله خان د افغانستان آزادۍ ته په همدې مفهوم کتل چې یادې ناخوالي له منځه یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *