د طالبانو ستره محکمه وایي، په غزني ولایت کې دوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې یاد کسان پر غلا متهم وو.
سرچېنې لیکلي چې دغه سزا د محکمې له پرېکړې وروسته ورکړل شوې ده او د يادو متهمينو له جملې يو تن پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو او بل متهم پر درې کاله تنفيذي او ۳۵ دُرو تعزيري سزا محکوم کړی و.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیزي سزاګانې ورکړل شوي دي.