افغانستانخبرونه

بلخ کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

د بلخ ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې د کام ایر هوايي شرکت د مشر ویس کامګار په ۲۲ میلیون افغانیو لګښت یو جومات جوړ شو.
دا جومات د مزار شریف ښاروالۍ په همغږۍ جوړ شوی چې نن پرانیستل شو.
دا جومات چې د اقصی جومات نقشې ته ورته جوړ شوی، د جوړېدو چارو یې یو کال وخت نیولی او ۲۰۰ لمونځ کوونکي په کې په یو وخت ځاېیدلی شي.