اسرایلو د لبنان ملکي خلکو ته خبرداری ورکړی چې له هغه سیمو دې لرې شي کوم ځای کې چې ایران پلوي حزب الله ډله شتون لري.
د اسرایلو پوځ ویاند دانئل هاګاري دغه خبرادری داسې مهال ورکړو چې د اسرایلو او حزب الله ترمنځ نښتو زور اخیستی او اسرایلي هوایي ځواک په لبنان کې دننه د حزب الله ډلې هدفونه سخت بمبار کړي.
د رسنیو د راپورنو له مخې نن سهار اسرایلو هوایي جنګي الوتکو د لبنان ختیځ او سویلي سیمو کې لسګونه هدفونه ویشتي.
په راپورنو کې راغلي چې د سویلي نباتیش سیمه کې نږدې اتیا هدفونه او په بنت جبیل او مرجایون سمه کې ګڼ شمیر ځایونه د هوایي برید لاندې راغلي.