ځمکه به د یوې بلې سپوږمۍ څښتنه شي
د فضایي مطالعاتو پوهانو خبرداری ورکړی چې په راتلونکې اونۍ کې به یو بله سپوږمۍ د ځمکې مدار ته راشي او له ځمکې به کټ مټ لکه سپوږمۍ ګردش وکړي.
ایا ممکنه ده چې په اسمان کې دې دوه سپوږمۍ په یو وخت ولیدل شي؟ دا نوې سپوږمۍ دې هم د لومړنۍ غوندې روښانه وي؟
ددې پوښتنو په ځواب کې پوهان وایي:
د ځمکې مدار ته دا راتلونکې سپوږمۍ په خپل ذات کې وړه سیاره ده چې میني مون یا وړه سپوږمۍ بلل شوې.
د پوهانو په وینا د ځمکې په مدار کې موجوده سپوږمۍ له څلور سوه کروړه کالو نه شتون لري خو نوې راتلونکې سپوږمۍ به د دوه میاشتو له پاره د ځمکې په مدار کې وګرځي.
دغه وړه سپوږمۍ له کومه ځایه راځي؟
د امریکا فضایي مطالعاتو ادارې ناسا ساینس پوهانو له څيړنو ورسته ددغه سپوږمۍ په اړه په تیر اګست میاشت کې مالومات خپاره کړل او دغه سپوږمۍ ته یې د ۲۰۲۴ پي ټي ایس فائیو نوم ورکړو.
جنوبي افریقا کې د ځمکې په مدار ګرځیدونکې سیارو باندې د څار امریکایي ادارې اسټرونومیکل په خپله جریده کې لیکلي.
دغه سیاره له لمریز نظام ارجنا سټرائید بیلټ نه د ځمکې مدار ته راتلونکې ده چې دوه میاشتې به همدلته وي.
د فضایي مطالعاتو په اړه د خبرونو خپرونکې ویب پاڼې سپيس د میډرډ پوهنتون له پروفیسر فونتي کارکوس سره په دې اړه مرکه کړې او نوموړي ورته تاید کړې چې یاده کوچنۍ سپوږمکۍ له ارجنا سټرائیډ بیلټ څخه د ځمکې مدار ته راتلونکې ده.
د ښاغلي مارکوس په وینا یاده سپوږمکۍ ځمکې ته په نږدې ښکلیو سیارو کې یوه ده چې له لمر نه ۱۵۰ کروړه کلیومټره وړاندې موجوده وي.
دغه کوچنۍ سپوږمۍ څه ډول ده؟
دا ډيره عادي ده چې سیارې اکثره وخت د ځمکې له مدار تیريږي، یا ځمکې ته نږدې کيږي او یا هم له ځمکې سره ټکر کوي خو دا ډيره نادره ده چې یو سپوږمکۍ دې د ځمکې د جاذبې قوې په کنټرول کې راشي.
د پلینټري ټولنې د مالوماتو له مخې دغه ډول کوچنۍ سپوږمۍ د ځمکې د جاذبې قوې ته ننوځي او د لنډ وخت له پاره د ځمکې په مدار کې ګرځي چې ممکن دغه ګرځيدنه له یو کال زیاته وخت ونه نیسي.
بل پلو فونیټ مارکوس وايي چې د ارجنا بیلټ ځینې شیان له ځمکې شاوخوا 4.5 ملیون کیلومترو په اوږدو کې ځمکې ته نږدې کیدی شي. له دې څخه، 2024 P5 به د سپتمبر تر 29 پورې د ځمکې مدار ته نږدې شي.
د فونیټ مارکوس په وینا چې د کوچني سپوږمۍ په توګه یو ستوری باید د ځمکې په 2.8 ملیون میله کې راشي او د 2200 میله فی ساعت په سرعت سره باید سفر وکړي.
د هغه په وينا، د سپټمبر تر پايه ځمکې ته رسيدونکې دغه سیاره شرايط پوره کوي او له همدې امله ورته “ميني مون” ويل کېږي.
ایا موږ په یو وخت دواړه سپوږمۍ لیدلی شو؟
د ستورپوهنې سره علاقه لرونکو لپاره بد خبر دا دی چې ځمکه به د شاوخوا دوه میاشتو لپاره دویمه سپوږمۍ ولري مګر د انسانانو سترګې به دا توان ونلري چې یاده میلمنه سپوږمۍ وګوري.
د څېړنو له مخې دغه سپوږمۍ د اندازې له نظره ډېره کوچنۍ ده او یوازې د لوړ ځواک لرونکي د دوربینونو په مرسته لیدل کېږي.
څیړونکو ویلي چې د ددغه سپوږمکۍ اندازه به د یو بس هومره وي چې کیدای شي 33 فوټ اوږده وي.
څيړنو ښودلې، دغه سپوږمۍ به دوه میاشتې د ځمکې په مدار کې پاتې شي او تر دې ورسته به د څو میاشتو لپاره ځمکې ته نږدې وي.
ددغه کوچنۍ سپوږمۍ په اړه اټکل دادی چې ځمکې ته بیا راتګ به یې په ۲۰۵۵ لمریز کال کې وي.