د (ISI) نوی مشر جنرال عاصم ملک څوک دی؟
د پاکستان د استخباراتي ادارې (اي.ایس.اي) نوی مشر څوک دی او څنګه دغه لوړ مقام ته وټاکل شو، په دې اړه پاکستاني رسنيو نوي معلومات خپاره کړي دي.
د معلوماتو پر بنسټ د پاکستان د اسخباراتي ادارې (Inter-Services Intelligence) چې مخفف يې (ISI) دی، جنرال عاصم ملک د دغې ادارې نوی مشر اعلان شو.
د اي.ایس.اي نوی مشر جنرال عاصم ملک چې اوسمهال د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې دنده ترسره کوي، د سپټمبر په ۳۰مه به خپله نوې دنده پيل کړي.
نوموړی د پاکستان د پوځ له بلوچ رژيم سره تړاو لري. تر دې وړاندې هغه په بلوچستان کې د پلې ځواکونو او په وزيرستان کې د پلي ځواکونو د قوماندانۍ مشري کړې او د کویټې د پوځ د روزنيز مرکز او د پوځ د عمومي زده کړو د مرکز د مشر په توګه يې هم دندې ترسره کړې دي.
جنرال عاصم ملک د امریکا په فورت ليونورث پوځي پوهنتون او د انګلستان د دفاعي مطالعاتو په سلطنتي مرکز کې هم پوځي زده کړې کړې دي.
نوموړي د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۶مه د جنرالۍ رتبه تر لاسه کړه.