ځانګړي برخهراپورونه

ننګرهار کې له نقلیه وسایطو د نامناسبو کلماتو او تصویرونو پاکولو کمپاین پیل شوی

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، جلال‌اباد ښار کې د یو کمېسیون له لوري له نقليه وسايطو څخه د نامناسبو کلماتو، جملو او تصويرونو پاکولو کمپاین پيل شوی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د ياد کمېسيون غړي هره چهارشنبه په ښار کې له نقليه وسايطو هغه کلمات، اصطلاحات او تصویرونه پاکوي، چې اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر صديق الله قريشي وايي، د دغه کمېسيون د طرزالعمل له مخې، له هغو وسايطو، چې په ښار او نورو ځايونو کې تګ راتګ کوي، د مبتذلو تصويرونو پاکول، د مبتذلو کلماتو لرې کول يا هغه ليکنې، انځورونه او سټيکرونه، چې زموږ له فرهنګ او ټولنې سره په ټکر کې دي حذف او پاکېږي.

قریشي زیاتوي: «یو شمېر وسایطو خصوصا په ریکشاګانو داسې نامناسبې جملې لیکل شوې چې زموږ له دیني او ملي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، ځینو نورو یې بیا په خپلو وسایطو مبتذل تصویرنه لګولي دي. موږ ان‌شاءالله په روان کمپاین کې دا ستونزه حلوو.»

بل لور د نقليه وسايطو چلوونکي هم له دې څارنې خوښي څرګندوي او ډاډ ورکوي، چې له دې وروسته به له خپلو وسايطو څخه مبتذلې ليکنې او انځورونه لرې کړي.

په مرکز جلال‌اباد ښار کې د رېکشاچلونکی ارشاد د چارواکو له دې ګام هرکلی کوي او وايي، پر موټرو نامناسبې جملې او تصویرونه لګول سم کار نه دی. نوموړی زیاتوي حتی تر دې چې همدا جملې او تصویرونه د ترافیکي پېښې سبب شوي دي.

د ارشاد په خبره، د ډېر ځله داسې هم پېښ شوي چې خلک یا موټرچلوونکي پر نقلیه وسایطو د جملو یا تصویرونو ته ګوري او ترافیکي پېښه وکړي. زه خپله د همداسې یوې پېښې شاهد وم.

د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي هم د ياد کمپاين پر پيل خوښ دي او له چارواکو يې د دوام غوښتنه کوي.

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د دویمې ناحیې اړوند د انګور باغ سیمې يو اوسېدونکی رفعت الله وايي، نه يوازې په رېکشاګانو بلکې نورو لیني او بار وړونکو موټرونو هم نامناسبې کلیمې او انځورونه شته چې باید ټول له منځه يوړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د لوحو او لیک‌دړو د اصلاح هڅې هم پیل کړې او ویلي یې دي هغه لوحې له لرې کړي چې د نورو ژبو اصطلاحات یا کلمات پرې لیکل شوي دي.