خبرونه

طالبانو د سیاسي چارو شنونکی جاوید کوهستانی نیولی

د پوځي او سیاسي چارو شنونکی جاوید کوهستانی د طالبانو له خوا نیول شوی او له ځان سره یې نامالوم لوري ته وړی دی.

د جاوید کوهستاني د کورنۍ غړو د موضوع د حساست په موخه د نامه له یادولو پرته رسنیو ته ویلي چې نوموړی د پنجشنبې په ورځ په سرای شمالي کې طالبانو نیولی او له ځان سره یې وړی دی.

کورنۍ په وینا یې چې تر دې وړاندې طالبان دده د کور تر دروازې راغلي وو او د کور پوښتنه یې کړې وه.

کوهستانی په کوم تور نیولی شوی تر اوسه مالومات نشته.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ښاغلي کوهستاني د نیولو په اړه رسنیو ته مالومات ندي ورکړي.