خبرونهلوبېنړۍ

د کرکټ د نړۍ مشهور امپایر ډکي برډ په ۹۲ کلنۍ کې وفات شو

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

د کرکټ د نړۍ یو له تر ټولو پېژندل شوو امپایرانو، ډکي برډ په ۹۲ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ډکي برډ د خپلې اوږدې او درنې امپایرۍ په ترڅ کې په ۶۶ ټېسټ سیالیو، ۶۹ یو ورځنیو نړیوالو لوبو او ۷ د ښځو په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د امپایر په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه د انګلستان اوسېدونکی و او د کرکټ د نړیوال جام د فاینل په ګډون یې په ګڼو مهمو سیالیو کې امپایرۍ کړې ده.

تر امپایرۍ وړاندې، ډکي برډ د لوبغاړي په توګه هم برخه اخیستې وه او په ټولیز ډول یې ۹۳ لومړۍ درجه لوبې (First-class matches) ترسره کړې وې.

د خپل مسلکي ژوند پر مهال هغه د لوبغاړو او مینه‌والو تر منځ د خپل عدالت، خندا او ځانګړي سبک له امله ځانګړې محبوبیت درلود.