فرانسوي چارواکو ویلي د کډوالو دوه بیړۍ چې بریتانیا ته یې د تللو هڅه کوله، اوښتي او پکې د یو دوه کلن ماشوم په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رتایو د بریتانیا او فرانسې تر منځ په اوبو کې د شنبې د ورځې دا پیښې “ناوړه غمیزه” بللې ده.
رتایو په ایکس شبکه کې لیکلي: “په یوې کښتۍ کې یو دوه کلان ماشوم د پښو لاندې شوی او مړی شوی و. د قاچاقبرانو لاسونه ددغو کسانو په وینه ککړ دي.”
رتایو خبرداری کړې چې د فرانسې حکومت به “د هغه مافیا ډلو په خلاف مبارزه سخته کړي چې [بریتانیې ته د کډوالو د کښتیو] له خطرناک اوښتو څخه ګټه پورته کوي.”
هغه زیاته چې د کډوالو په یوه بله وړه کښتۍ کې، چې له ۸۰ زیات کسان پکې سپاره وو، د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه موندل شوي او ګڼ شمېر نور چې اوبو ته لوېدلي وو، ژغورل شوي دي.
چارواکو ویلي چې په دغو کډوالو کې د افغانانو برسېره د ایران، عراق، کویټ، مصر، لیبیا او څو نورو افریقايي هېوادونو اتباع شامل وو.
تیر کال د بریتانیا او فرانسې تر منځ په اوبو کې د کډوالو د کښتیو د ډوبېدو د پېښو ترټولو خونړی کال ښودل شوی. تېره میاشت په دغو اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ماتېدو له کبله ۱۲ کډوال مړه شول او له هغه دوه اونۍ وروسته په ورته بله پېښه کې اته نور کډول مړه شول.