افغانستانخبرونه

هسپانیې ته د رسیدو په هڅه سږ کال تر لس زرو زیات کډوال مړه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)

 را پورونه وایي، تر لس زرو زیات کډوال د سمندر له لارې هسپانیې ته د رسیدو په هڅه کې مړه شوي، چې له همدې امله د تیر کال په پرتله د پناه غوښتونکو د مړینې په کچه کې ۵۸ سلنه زیاتوالی راغلی.

د هسپانیې د کډوالو د حقونو یوه بنسټ د یادو څرګندونو په کولو سره د مړو شویو کسانو د هویت په اړه ډیر وضاحت ندی ورکړی، خو ویلي: هره ورځ په یاده لاره تر دیرش تنو پناه غوښتونکې ژوند بایلي.

 کامینډو فرونټراس سازمان ویلي: په مړو شویو کې یو زرو او ۳۸ ماشومان او ۴۲۱ ښځې شاملې دي او همداراز د پناه‌غوښتونکو د ډوبېدو ډېرې پېښې د روان کال په اپرېل او مې میاشتو کې شوې دي.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې دغه هېواد ته په کښتیو کې د کډوالو ورتګ کې د تیر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

هغه زیاته کړې، د روان کال ډېسمبر تر ۱۵مې پورې یاد هېواد ۵۷ زره او ۷۰۰ پناه‌غوښتونکي د کښتیو په وسیله ورغلي دي.