بهر میشتو افغانانو سره، واده ته د افغان نجونو لېوالتیا زیاته شوې
کابل ټيليګراف (د مرغومي ۷مه – ۱۴۰۳ لمريز)
وروسته له هغې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لورې په میرمنو او نجونو د تعلیم، کار او نورو برخو کې بندیزونه ولګیدل، د یوې موندنې له مخې بهر کې واده ته د افغان نجونو لېوالتیا زیاته شوې.
د سلام وطندار په نوم یوې سیمه ییزې رسنۍ له ۴۳ پېغلو سره مرکې کړي، چې له دوی یې ۲۷ تنو یې له افغانستان څخه بهر واده ته لیوالتیا ښودلې، خو ۱۶ نورو یې ورته ویلي، چې ورته مهمه نده، چې خاوند یې د نړۍ په کوم کونج کې وي.
دغه رسنۍ لیکلي: له دودیزو او کلتوري محدودویتونو تېښته، له اوسني ناسم وضعیت څخه ستړیا، لوړې زدهکړې او د راتلونکي نسل د ژوند ښهوالی هغه لاملونه ښودل شوي چې پر بنسټ یې افغان نجونې په بهر کې واده کولو ته زړه ښه کوي.
یادې رسنۍ د ګن شمېر پېغلو سره د مرکو د مستقیم نقلې قول د لیکلو ترڅنګ ویلي: اقتصادي امنیت او د راتلونکي نسل د ژوند جوړل هم د هغو نجونو اندېښنې دي چې د واده عمر ته رسېدلي او له هغو کسانو سره واده کول غواړي چې له هېواد نه بهر ژوند کوي.
سلام وطندار زیاتوي: یوشمېر نجونې په بهر کې واده کولو ته دومره لېواله دي چې ان وايي، یا به په بهر کې واده کوي او یا به مجردې پاتې کېږي.
د دغه را پور له مخې؛ یوشمېر نجونې وايي، هغوی چې په بهر کې واده کول غواړي، د مقابل لوري عمر، اخلاق او شخصیت ورته مهم نهدي او د ارواپوهانو په وینا، دغه ډول وضعیت ډېر زیانمنوونکی او د اندېښنې وړ دی.
سلام وطندار لیکلي: په همدې حال کې د دغه راپور موندنې ښيي چې په دې ډله کې ۱۶ نجونې وايي، هېڅ توپیر نه کوي چې د ژوند ملګری یې د نړۍ په کوم کونج کې وي، خو د هېواد له واقعیتونو ته د تېښتې پر ځای، غواړي په افغانستان کې ژوند وکړي.
یوشمېر ارواپوهان او ټولنپوهان بیا په بهر کې واده کولو ته د افغان نجونو د لېوالتیا لامل اوسني ناسم شرایط بولي.
ارواپوهان وايي، نجونې که د مقابل لوري شخصیت او اخلاقو ته پام ونه کړي او یوازې وغواړي چې بهر ته ولاړې شي، ښايي له باران څخه ناوې ته کېني؛ ځکه ښايي د له خپل خاوند سره خوشحاله ژوند ونه لري، له کورنۍ او ټولنې لرې شي او دا بیا ډېرې بدې پایلې لري.