
کابل ټیلیګراف ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بلوچستان مستونگ ولسوالۍ د لک پاس په سیمه کې نن سهار ځانمرګی برید شوی.
پاکستانۍ رسنیو د پولیس له قوله ویلي، دغه بریدګر وروسته له هغه ځآن پورې تړلي چاویدونکې توکو ته چاودنه ورکړه، چې د پلټنې پر مهال پرې شک راغلی وو.
پولیس تائیدوي، چې د چاودنې زوروره غږ په لرو پرتو سیمو کې هم اوریدل شوی دی، خو وایي، د ځانمرګي برید په پایله کې د اوښتي ځآني په اړه تر اوسه معلومات نشته.
د یادونې وړده، چې په وروستیو کې بلوچستان په بې سارې ډول د نا امنۍ شاهدی دی.