ټیکنالوژي

ایلون ماسک  د Grok3 په نوم مصنوعي ځیرکتیا جوړه کړه

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د نړۍ میلیاردر ایلون ماسک د XAI په چوکاټ کې د Grok 3 په نوم نوې جوړه کړې مصنوعي ځیرکتیا تر جوړېدو وروسته رسماٌ معرفي کړه.

ایلن ماسک ویلي، جوړ کړی منصوعي هوش یې په نړۍ کې تر ټولو هوښیار AI چیټ بوټ دی او نور له دې سره سیالي نشي کولی.

هغه پخپل ټویټر پوسټ کې لیکلي: دGrok 3 په نوم دغه مصنوعي هوش یې تر نورو ګړندی دی  او هغه کارونه چې په نورو AI کې په یو ساعت کې ترسره کیږي، Grok3 یې په څو منټونو کې ترسره کوي.

د ایلن ماسک جوړه شوې مصنوعي ځیرکتیا به اوس  د ایکس پریمیم پلس کاروونکو لپاره شتون ولري، هغه کسان چې  میاشت $ 22 فیس ورکوي.

دغه راز د XAI په میاشت کې د $ 30 ډالرو پر بنسټ د سوپر ودې ګډون هم معرفي کړی.