
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو مشر ارزوګان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، علما دې د خلکو د ذهنیت جوړولو، خلکو ته د دین رسولو او د خلکو د شخړو او ستونزو پر حل کې ډېر کوښښ وکړي.
د طالبانو ذبیحالله مجاهد لیکلي، دوی مشر ملا هیبت الله تېره ورځ د ارزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مشرانو سره وکتل.
په ارزوګان ولایت کې د طالبانو د علماوو د شورا رئیس مولوي عبدالغفار په دغه لېدنه کې ویلي، تل یې کوښښ یې کړی چې د ده توصیې او لارښوونې تر خلکو ورسوي.
د طالبانو مشر هم ویلي، اوس د علماوو لپاره د خدمت ښه موقع برابره ده او علماء باید د خلکو د ذهنیت جوړولو او خلکو ته د دين رسولو په برخه کی زیات کوښښ وکړي،
هغه ویلي، علماء مکلف دي چې د مربوطه ولایت د خلکو د ستونزو د حلولو او اختلافاتو د ختمولو پوره کوښښ وکړي.