خبرونهنړۍ

ټرمپ: د بګرام هوایي اډه د چین په اشغال کې ده

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې، چې د جو بایډن د کمزورتیا له امله دا اډه اوس د چین په «اشغال» کې ده.

ټرمپ پرون د کانګرس د جمهوري غوښتونکو ملي کمېټې ته په یوې وینا کې وویل: که دی ولسمشر وای، «د افغانستان ناورین» او «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شیبه» به هیڅکله نه وای رامنځته شوې.

ولسمشر ټرمپ وویل: هغه هم غوښتل امریکا له افغانستان څخه ووځي، خو ټرمپ زیاته کړه چې هغه غوښتل د بګرام هوايي اډې کنټرول له ځآن سره وساتي.

ټرمپ وویل چې هغه په پام کې درلود بګرام نه د افغانستان لپاره، بلکې د دې لپاره وساتي چې دا اډه د چین د اټومي تاسیساتو سره «یو ساعت واټن لري».

خو طالبانو د ټرمپ ادعا رد کړې، چې ګوندې بګرام د چینایانو په واک کې ده، بلخوا په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو خبرونه ورکړل، چې بګرام اډه امریکایانو ته سپارل شوې.

د طالبانو ویاند دا خبر هم رد کړی وو.