
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې افغانستان ته د امریکا راګرځېدل او يا هم بګرام باندې ولکه ټينګول به متحده ایالتونه له لوی ناورین سره مخ کړي.
ضمیر کابلوف وايي، افغانان له جګړې سره نا اشنا نه دي او هېڅکله به د طالبانو حکومت زور ته تسلیم نه شي.
ضمیر کابلوف له روسي رسنيو سره خبرو کې د بګرام په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ګرینلنډ او کاناډا په اړه د نوموړي د څرګندونو په څېر بللي او ويلې يې دي چې ټرمپ يوازې د خبرو تر کچې فشارونه راوړلی شي.
څه موده وړاندې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګرینلنډ او کاناډا د نيولو خبره هم کړې وه او يادونه يې کړې وه چې دغه هېوادونه اصل کې د امریکا اړوند ځمکې دي.










