افغانستان کې د طالبانو درې کلنه واکمنۍ کې پر ښځو وضع شویو لسګونو فرمانونو ته کتنه
په افغانستان کې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر ښځو تر 70 زیات محدودیتونه وضع شوي دي خو یو شمېر داسې موارد هم شته دي چې په اړه یې هیڅ فرمان او یا سپارښتنه نه ده شوې خو د عملي ګام په ترڅ کې یو ډول پر مېرمنو پلي شوي دي.
د ۱۴۰۰ کال زمري میاشتې په ۲۴ مه په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ او ځای یې اوسني حکومت ونیوه، چې نن د طالبانو د واکمنۍ درې کاله پوره شول.
د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د طالبان د مشر له لورې بېلابېل فرمانونه صادر شوي چې ډیری یې د ښځو په اړه دي.
په دې راپور کې د ښځو په اړه هغو فرمانونو او محدویتونو ته په تفصیلي بڼه کتنه کوو چې په ځلونو د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو ادارو له لورې غندل شوي دي خو د طالبانو حکومت بیا ویلي چې دغه کار یې د اسلامي شریعت د پلې کېدو په موخه کړي دی.
دوی همدا راز ویلي چې ځینې محدودیتونه موقتي دي او د وخت په تېر سره به یې په اړه بیا کتنه وشي.
له سیاسته د ښځو ګوښه کول
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو (د سپتمبر په ۷ مه) وروسته خپله کابینه اعلان کړه چې هېڅ کوم ښځينه نوم پکې تر سترګو نه شو او ښځې یې یو ځل بیا په افغانستان کې څنډې ته او له سیاسي ډګره په بشپړ ډول بې برخې کړې.
له اووم تر دوولسمه د ښوونځيو بندښت
د طالبانو پر تازه واکمنۍ یوه ماشت اوښتې وه چې د سپتمبر پر اوولسمه یې د پوهنې وزارت په یوه خبر پاڼه کې یوازې له نارینه زدکوونکو او ښوونکو وغوښتل، ښوونځيو ته ستانه شي خو د نجونو منځنیو ښوونځيو د بیا پرانیستې په اړه یې څه ونه ویل.
پوهنتونونو کې د نارینه او ښځينه ټولګیو بېلول
واک ته د طالبانو د بیا رسېدو راهیسې لا دېرش ورځې نه وې پوره شوې چې په خصوصي پوهنتونونو کې د نارینه او ښځينه محصلانو د بېلولو سپارښتنه یې وکړه. د سپتمبر پر ۱۲مه د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر عبدالباقي حقاني رسنیو ته وویل چې دولتي پوهنتونونو ته هم ورته تګلاره لري. په لومړیو کې د نارینه او ښځينه محصلانو تر منځ په ټولګیو کې پردې واچول شوې، بیا ټولګي ورته بېل شول او بلاخره ورځې ورته ووېشل شوې چې کومه ورځ نجونې ځي، هلکان به نه ځي او که هلکان ځي نو نجونې به نه ځي.
د پوهنتونونو تړل
د ۲۰۲۲ میلادي کال د وروستۍ یا دسمبر میاشتې ۲۱ مه هغه ورځ وه چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د نجونو پر مخ ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه هم تر “امر ثاني” وتړل او دوی یې له لوړو زدکړو هم منع کړې. چارسمبالي طالب وزیر ندا محمد ندیم وویل چې دا پرېکړه یې د “منکراتو د مخنیوي” او د “شریعت د پلي کېدو” په موخه کړې.
پر امر بالمعروف وزارت د ښځو چارو وزارت اړول
د ۲۰۲۲ کال د سپمتمبر په اوولسمه د د طالبانو حکومت د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف وزارت ته واړه او په دغه کار سره یې هم ښځو ته اجازه ورنه کړه چې خپل دندو ته ولاړې شي.
پر سینګارتونونو د ښځو رسم شویو عکسونو باندې رنګونه وموښل شول
کابل ته د طالبانو په ننوتلو لا څو ورځې نه وې اوښتې د ۲۰۲۲ کال نومبر میاشت کې چې د پلازمېنې د واټونو بڼه په اوښتو شوه. پر سینګارتونونو او دیوالونو د ښځو رسم شوي انځورونه په تور رنګ ورنګول شول او د جمهوري نظام پر مهال لیکل شوي شعارونه پټ او پرې د پاسه نوي شعارونه ولیکل شول.
د ښځو پر موټر چلولو محدودیت
همدا راز له هغې وروسته لومړی هرات او بیا د کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې د ۱۴۰۲ کال چنګاښ میاشت کې ښځو ته د موټرچلونې جواز ورکړه بنده کړای شو او همد راز په هرات کې د ښځينه موټر چلوونکو د روزنې ادارو ته د طالبانو ترافیکو مدیریت لفظي سپارښتنه کړې وه چې ښځې دې کورس ته نه ورپرېږدي.
پر ښځينه لوبغاړو بندیزونه
د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې ځینې غړې پاکستان او بیا برازیل ته لاړې او په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو را وروسته په افغانستان کې دننه تر ډېره د هېڅ کومې لوبې په برخه کې ښځينه لوبغاړې فعالې نه دي او یو نا اعلان شوی بندیز پرې لګېدلی دی.
ښځينه خبریالانې دې ماسک واچوي
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په لومړۍ نېته پر ټولو کورنیو تصویري رسنیو جبري کړې چې ټولې ښځینه ویاندویانې یا هغه ښځینه کارکوونکې یې چې د تلویزیون پر پرده راڅرګندېږي، باید ماسکونه وتړي. دغه کار له ډېرو غبرګونونو سره هم مخ شو.
د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ وتړل شو
د ۱۴۰۱ کال له غبرګولي میاشتې را وروسته کابل کې د موسیقۍ ملي انسټیټيوټ هم وتړل شو او د زهره ارکسټر او د دغه انسټټيوټ ګڼ زدکوونکي د د بندیزونو له وېرې له هېواده ووتل.
د ښځو پر مخ پارکونه، حمامونه او ورزشي ځایونه بندول
طالبانو د خپل حکومت په لومړیو کې ښځې نسبتاً ازادې پرېښې وې چې پارکونو، سېلځيو او یا ورزشي کلپونو ته لاړې شي. خو د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۲۷ امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ښځو او نارینه و ته پارکونو ته د تګ ورځې سره بېلې کړې.
تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته په کابل کې د ښځو لپاره ځانګړی شوی باغ (شراره بڼ) وتړل شو او د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر لسمه پارکونو، حمامونو او ورزشي ځایونه ته د ښځو په ورتګ بندیز اعلان شو. امر بالمعروف وزارت په شفاهي ډول د دغو ځایونو څښتنانو ته سپارښتنه کړې وه چې ښځې دې نه ور پرېږدي او ویاند یې عاکف مهاجر هغه مهال ویل، “خویندو هغسې حجاب نه مراعتاوه چې په کار و، نو ځکه داسې پرېکړه وشوه”.
پر سفرونو محدودیت
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د دسمبر پر ۲۶مه د ښځو پر سفرونو هم محدودیت وضع کړ. د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر موټر چلوونکو داسې پاڼې وویشلې چې ترې غوښتي یې وو، “بې حجابه” او له “محرم” پرته له ۴۵ میله لرې سفر کوونکې ښځې په موټر کې سپرې نه کړي.
امن خونې له منځه لاړې
په وروستیو کلونو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د “امن خونو” په نوم د کورني تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو د خوندي ساتلو لپاره خونې جوړې شوې وې. خو له دغو خونو سره د افغان ټولنې په ځينو برخو کې حساسیت هم موجود و. کله چې افغانستان کې طالبان حاکم شول نو په دې خونو کې ځينو اوسېدونکو مېرمنو یو شمېر نورو پټو ځایونو ته پناه یووړه او ورو ورو دغه خونې ورکې او له منځه لاړې.
په کانکور ازموینه او ماسټري پروګرام کې د ښځینه زدکوونکو لپاره د پوهنځيو محدودول
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوه خو دا لومړی ځل و چې نجونو ته د پوهنځيو انتخاب محدود شوی و. د کرنې، وترنري، ساختماني انجينري او د کانونو برخه ځینې هغه رشتې وې چې په یو شمېر سیمو کې د کانکور ښځينه ګډونوالو نه شوې ټاکلی. که څه هم د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت دا خبره ردوله خو ځينو زدکوونکو بي بي سي ته تایید کړه چې د “انتخاب پاڼه” کې یې د خوښې پوهنځی نه و. خو تر دې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته طالبانو په کابل پوهنتون کې داسې خبرتیاوې وځړولې چې ښځينه زدکړیالانې پکې د کرنې، سوداګرۍ، کمپيوټر ساینس او انجينري په څېر څانګو کې له ماسټري کولو هم منع شوې وې.
د ښځينه محصلانو پر فراغت غونډو محدویتونه
د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ میاشت خواله رسنۍ تر ډېره د نارینه زدکړیالانو د فراغت عکسونو او مبارکیو نیولې وې چې د ودونو په لویو تالارونو کې یې خولۍ هوا ته ګوزار کړې وې. خو د ښځينه هغو نه ښکارېدل.
طالبانو پوهنتونونو ته شفاهی سپارښتنه کړې وه چې د فراغت په غونډو کې باید انجونې نه وي.
د نجونو پر مخ کورسونه تړل او په جومات کې له دیني زدکړو منع کول
د ۱۴۰۱ کال مرغومې میاشت کې د امربالمعروف او پوهنې وزارت له لورې، د پوهنتونونو له تړل کېدو سره همهماله پلازمېنه کابل، تخار او ځينو نورو سیمو کې یو شمېر لاریونوالو ویل چې پر مخ یې روزنیز کورسونه هم تړل شوي دي.
دغه مهال داسې اوازې هم وې چې یو شمېر انجونو ته مسجدونو کې د دینو زده کړو په اړه هم محدودیتونه وضعه شوي او په ځینو ولایتونو کې یې مسجدونو ته د نجونو پرتګ بندیز لګولی وو.
د شخصي پوهنتونو لپاره د کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنه وځنډول شوه
له شپږم پورته ښوونځيو د افغان نجونو د منع کولو پر ۴۹۹ ورځ د (د سلواغې ۸مه/ د۲۰۲۳ کال د جنوري ۲۸مه) د طالبانو حکومت په افغانستان کې شخصي پوهنتونو ته امر وکړ چې د کانکور ازموینې لپاره تر “امرثاني” پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ور نه کړي. په افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو ټولنې منلې چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د یوه مکتوب له لارې ورته ویلي چې د کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوملیکنه داوس لپاره وځنډوي.
د ښځو حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده فرمان
له دې ټولو محدودیتونو او بندیزونو سره سره د طالبانو لږ تر لږه یو فرمان د ښځو د حقونو په ګټه صادر شوی.
د ۲۰۲۱ کال د دسمبر پر درېیمه د طالبانو مشر ملا هیب الله اخوندزاده له لوري “د ښځو حقونو” په اړه فرمان خپور شو چې پکې ویل شوي، په واده کې د نجلۍ خوښه مهمه ده او په جبر باید چا ته په نکاح نه شي او نه هم باید په بدو کر ورکړل شي. د کونډو په اړه هم په فرمان کې ویل شوي وو چې د مېړه ورور دې یې په زور ځان ته نه نکاح کوي، بلکې خپلې خوښې ته باید پرېښودل شي. همدا راز یې د پلار او مېړه په میراث کې د ښځو حق خوندي بللی و.
دولتي کارکوونکې په کور کېنول شوې
واک ته د طالبانو د رسېدو پر لومړۍ میاشت تر ډېره په دولتي ادارو کې کارکوونکو ښځو ته سپارښتنه وشوه چې په کور کېني. د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر ۱۹مه د کابل ښاروالۍ ښځينه مامورانو ته د ددغه وزارت له لورې وویل شول، یوازې هغه کارکوونکې چې کار یې نارینه همکاران نه شي کولای، دندې ته ورتلای شي. د ګڼو ادارو نورې ښځينه کارکوونکې یوه-نیمه ورځ کار او یا هم د تنخوا اخیستو لپاره ورغوښتل کېږي.
د سیریالونو دوبله کوونکو ممثلانو هم دندې له لاسه ورکړې
په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې بېلا بېلو تلویزونونو بهرني سيریالونه دوبله کول او کتونکو ته یې وړاندې کول. سلګونه ښځينه دوبلرانې یې لرلې. خو طالبانو دا سیریالونه منع کړل چې ورسره جوخت په دې برخه کې کارکوونکې دوبلرانې هم بې دندو شوې.
په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار کولو بندیز
د ۲۰۲۲ میلادي کال د دسمبر پر ۲۴مه د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځينه کارکوونکو کار منع اعلان کړ. دغه وزارت په یوه مکتوب کې له دې موسسو وغوښتل چې تر “امر ثاني” دې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډوي. طالبانو بیا هم د دې لامل دا وباله چې ګواکې دوی “اسلامي حجاب” او “نور قوانین او مقررات” نه مراعتول.
د هرات رسټورانتونو کې د کورنیو د نارینو او ښځینو جلا کېدل
طالبانو د ۱۴۰۱ کال غویي میاشت کې په یوه نوي اقدام کې د هرات ښار ټولو رسټورانتونو ته خبرداری ورکړ چې وروسته له دې هېڅ رسټورانت حق نه لري ښځو او نارینه وو ته په یوه ځای کې خدمات وړاندې کړي. امربالمعروف ریاست دغه کار کړی و
د هرات هټیو کې له محرم پرته ښځو ته د دننه کېدو اجازه نشته ده
طالبانو د ۱۴۰۱ په غبرګولی میاشت کې په هرات کې د ښځینه توکو هټیوالو ته خبرداری ورکړ، وروسته له دې باید له محرم پرته ښځو ته اجازه ورنه کړي، چې هټیو ته یې دننه شي. امربالمعروف ریاست دغه کار کړی و
دوی همدا راز هټیوالو ته ویلي چې له ګناه او فحشا د مخنیوي لپاره هېڅ ښځه حق نه لري، چې له محرم پرته بازار ته راشي او هټیوال هم حق نه لري چې له دغو ښځو سره خبرې وکړي.
کابل کې د ښځو کتابتون تړل کېدل
د ۱۴۰۱ کال کب میاشت کې د «ښځې» په نوم کتابتون چې په کابل ښار کې جوړ شوې و، د طالبانو د بنديزونو (امربالمعروف ریاست) او اقتصادي ستونزو له امله وتړل شو.
د دې کتابتون بنسټګرې ژوليا پارسيویلي وويل، کوم بنديزونه چې واکمنې ډلې پر ښځو لګولي، د «ښځې» کتابتون د فعاليت لپاره یې فضا تنګه کړه.
کندهار کې روغتیایي کارکوونکو ته د حجاب په اړه خبرداری
د ۱۴۰۱ تېر کال د سلواغې په لسمه د کندهار د امر بالمعروف ادارې په یوه شفاهي امر کې د دغه ولایت ټولو ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته خبر داری ور کړی چې له محرم پرته دي کارځایونو ته له تګ راتګه ډډه وکړي.
دغې ادارې د کندهار د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو ته سپارښتنه کړې چې له ښځینه کارکوونکو سره یې باید د تګ او راتګ پر مهال محرم شته وي.
په کندهار کې یو شمېر ښځینه روغتیاپالانو هم ته تایید کړې چې ترې غوښتل شوي له دې وروسته دې له خپل یوه محرم سره خپلو کارځایونو لاړې او راشي.
جوزجان کې د ښځو حجاب په اړه خبرداری
همدا راز د ۱۴۰۱ کال په مرغومې میاشت کې د افغانستان په شمال کې له جوزجان ولایته سیمه ییزو امربالمعروف ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې پر ښځو نوی محدودیت لګولی دی چې پربنسټ یې ښځې باید له چادري پرته په ښار کې ونهګرځي.
د یادونې ده چې پر ښځو ډیر فرمانونه د طالبانو په لومړیو دوو کلونو (۱۴۰۱ او ۱۴۰۲) کلونو کې وضع شول چې د ټیلیګراف په دغه راپور کې پورته ورته کتنه شوې ده او له هغې را وروسته تر نن چې درې کاله یې پوره کیږي همدغو فرمانونو پر ښځو د ژوند کړۍ تنه کړې او پرې پلې کیږي.