د امریکا پخوانی ولسمشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ وايي چې د کابل په شمال کې د باګرام هوايي هډه د چین تر اشغال لاندې ده.
نوموړي دا څرګندونې د متحده ایالتونو د پنسلوانیا ایالت په ویلېکس بار سیمه کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې وکړې.
هغه د چین ولسمشر شي جین پینګ ته په خطاب کې وویل چې په باګرام کې د امریکا د میلیاردونو ډالرو په لګښت جوړو شویو تاسیساتو څخه خوند واخلئ.
هغه زیاته کړه، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل چې د جوبایډن په حکومت کې ترسره شول، د امریکا په تاربخ کې شرمناکه لحظه وه.
ټرمپ وويل ده هم غوښتل چې له افغانستان عسکر وباسي خو دا پروسه یې په عزت او ځواک ترسره کوله.
ټرمپ تر دې وړاندې هم له افغانستان څخه د امریکا په وتلو چې د بایډن په حکومت کې وشول کلکې نیوکې کړي دي.