ډیپلوماټیکې اړیکې که مرموزي معاملې؛ بد الرالدین حقاني په اماراتو کې د طالبانو سفیر ومنل شو
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ددې وزارت پر اکس پاڼه په خپاره شوي بیان کې ویلي چې بدالردین حقاني د طالبانو حکومت د سفیر په توګه د متحده عربي اماراتو لخوا منل شوی دی.
په بیان کې راغلي چې بدالردین حقاني خپل باورلیک د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو مرستیال وزیر وکیل سیف عبدالله الشامسي ته سپارلی دی.
دا په چین هېواد کې د طالبانو د سفیر تر منل کېدو وروسته ددې ډلې د حکومت لپاره بله لویه لاسته راوړنه بلل کېږي چې د تېلو د زېرمو او ستر اقتصاد لرونکي هېواد له لوري یې سفیر په رسمي توګه منل کېږي.
خو د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې له دغو هېوادونو سره د طالبانو حکومت اړیکې د دیپلوماتیکو اصولو او نړیوالو نورمونو پر بنیاد ندي، بلکې دا مرموزې او د یو اړخیزو ګټو په رڼا کې اړیکې دي چې افغانستان ته یې ګټه نه رسېږي او طالبان ترې د خپلو اهدافو لپاره ګټه پورته کوي.
د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل کابل ټیلیګراف ته وویل، د افغانستان اوسني تعاملات استخباراتي دي، دا نه د افغانانو په ګټه دي او نه مقابلو لوریو ته ګټه لري، رسمي تعاملات د مشروع او قانونمندو حکومتونو ترمنځ وي.
د چارو شنونکي پر دې باور دي، چې ځیني هیوادونه غواړي په افغانستان کې خپلې ګټې د طالبانو له حکومت سره په تعامل کې خوندي کړي. دوی وایي چین په افغانستان کې د امریکا او ناټو له حضور سره پرېکنده مخالفت درلود او د طالبانو پر واک ته رسېدو سره هڅه کوي چې په سیمه کې د خپلو اقتصادي او سیاسي موخو د خوندي کولو په موخه یې له طالبانو سره تعامل ته زړه ښه کړی او د افغانستان د طبعي زیرمو لوټلو په موخه یې ګڼې کمپنۍ افغانستان ته استولي دي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۲ کال د ډیسیمبر پر ۱۲ د کابل ښار د شهر نو په سیمه کې پر یوه هوټل په برید کې ۵ تنه چینایي پانګوال ژوبل شوي وو چې د برید پړه د اسلامي دولت نومي ډلې د خراسان څانګې پر غاړه اخیستی وو.
د سیاسي چارو شنونکي پر دې باور دي چې د قطر او اماراتو تر منځ له اوږدې مودې راهیسي د طالبانو د بهرنیو اړیکو او له نورو هیوادونو سره ددوی د تعامل د مدیریت په اړه رقابت روان وو، چې قطر تر ډېره بریالی وو او د طالبانو لخوا د امریکا له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو لپاره هلته دفتر پرانستل شو.
طالبانو په ۲۰۱۱ کال کې په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیستل، چې متحده عرب اماراتو په هغه وخت کې د قطر هېواد له تروریستي ډلو سره پر اړیکو او ملاتړ تورن کړ، خو په ۲۰۱۷ کال کې په رسنیو کې داسي راپورونه مخته راغلل چې متحده عربي امارت غواړي د طالبانو دفتر د قطر پر ځای په دې هېواد کې پرانیستل شي.
په دې ورستیو کې د طالبانو رئیس الوزرا، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رئیس عبدالحق وسیق او دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد متحده عرب اماراتو ته سفرونه وکړل چې د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه یې وپارول.
متحده عرب اماراتو ته د طالبانو معرفي شوی سفیر بدرالدین حقاني د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نیږدې کس دی.
د یادولو وړ ده چې سراج الدین حقاني په خونړیو تروریستي بریدونو کې د ښکلتیا له امله د امریکا لخوا په تور لیست کې شامل شوی وو او د هغه پر سر یې ۱۰ ملیونه ډالر جایزه ایښې وه، چې لا هم پر خپل ځای ده.
په داسي حال کې چې نړیواله ټولنه او د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونه په تکرار سره تآکید کوي چې تر څو طالبان انساني حقونو ته درناوی ونکړي، ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورنکړي او په افغانستان کې د ټول شموله او مشروع حکومت رامنځته کولو لپاره کوټلي ګامونه وانخلي په رسمیت به یې ونه پېژني، خو د ځینو هېوادونو لخوا د هغوی د سفیرانو منل کېدو ګڼې پوښتنې او شکونه راپورته کړې دي.