خبرونهنړۍ

د کانګو په یوه کلیسا باندې د برید له امله ۲۱ کسان ووژل شول

کابل ټیلیګراف – ۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د امریکايي خبري اژانس د راپور له مخې، د کانګو په ختیځ ایتوري ولایت کې د کومنډا په نوم سیمه کې په یوه کلیسا باندې برید شوی. 

د الایډ ډیموکراتیک فورسز (ADF) نومې ډلې غړو د محلي وخت له مخې د ماسپښین په یوه بجه پر کاتولیک کلیسا برید وکړ. 

د کومنډا د مدني ټولنې همغږي کوونکي دیودوني دورانتابو خبري اژانس ته ویلي چې د کلیسا دننه او بهر له ۲۱ څخه زیات کسان په ډزو وویشتل شول. 

نوموړي زیاته کړه چې موږ ځینې سوځول شوي جسدونه را ایستلي، او ګڼ کورونه هم سوځول شوي، خو اوس هم د لټون عملیات دوام لري. 

په دې ولایت کې د کانګو پوځ لخوا د دې برید په پایله کې د ۱۰ کسانو د مړینې تصدیق شوی دی. 

دې ډلې د جولای له پیل راهیسې په همدې ولایت کې لسګونه کسان وژلي دي.