خيبر جرګې د پښتون قام د اوښتو زيانونو لسټ خپور کړ!
دغه لسټ چې يوازې د تېرو شلو کلونو د زيانونو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ د محلي ټيمونو له لوري د دقيقو او وروستيو راټولو شويو ارقامو پر اساس چمتو شوی شوی و، د پښتون قومي عدالت جرګې په لومړۍ ورځ د جرګې په مرکزي کېږدۍ کې پر لوی سکرين ګډونوالو ته وړاندې شو.
د مستند له مخې په تېرو شلو کلونو کې يوازې له ډيورنډ کرښې هاخوا پښتون وطن کې شپږ اویا زره، پنځه سوه او څلور اتيا ۷۶۵۸۴ پښتانه وژل شوي دي، چې نهه زره، پنځه سوه او دوه ويشت ۹۵۲۲ تنه يې يوازې د خېبر سيمې اوسېدونکي وو.
په دې کې وروستي څلور تنه قربانيان پکې د خیبر جرګې وروستي شهيدان دي چې د جرګې له پیل دوه ورځې وړاندې د پاکستاني ځواکونو په بريد کې د جرګې په ميدان کې په ډزو ووژل شول.
د راټولو شويو معلوماتو له مخې، په وروستيو شلو کلونو کې په پښتني خاوره کې ۹۲۳۷ لويې چاودنې شوي.
په دې جګړه کې اوه زره، پنځه سوه او اته دیرش ۷۵۳۵ تنه معلول شوي، چې په لارو، کروندو او کورونو کې بمي چاودنو ترې د وجود غړي اخيستي دي.
د پښتنو ټولو سياسي ګوندونو مهم غړي ترور او وژل شوي، چې پکې تر ټولو زيات شهيدان د عوامي نیشنل ګوند څخه دي، خو د يوه سياسي مشر د ترور او قتل قضيه هم نه ده تعقيب شوې او نه يې قاتل ته سزا ورکړل شوې ده.
د راټولو شويو معلوماتو پر اساس، له ۱۷۳۸ قومي مشرانو سرونه پرې شوي دي.
دغه موده کې شاوخوا ۲۰۰ چادونې يوازې په جوماتونو کې شوې دي. تکيه خانې، د هندوانو، سېکانو او عيسويانو مذهبي ځايونه هم نښه ګرځېدلي دي.
دغه راز تقريبا ۲۰۰ لويې چاودنې په بازارونو کې شوې دي. اوه زره ۷۰۰۰ چاودنې په داسې ځايونو کې شوې دي، چې قربانيان يې يوازې ماشومان او ښځې وې.
په دې موده کې ۲۱۳ د پوليو ښځينه کارکوونکې ترور شوېدي. په کورمه اېجنسۍ کې د شيعه او سني په نوم استخباراتي جګړه کې ۴ زره کسان تر اوسه وژل شوي دي.
درې لکه اويا زره ۳۷۰۰۰۰ کورونه ويجاړ شوي، چې يو لک او يوولس زره ۱۱۰۰۰۰ يې يوازې وزيرستان کې دي.
په دې موده کې، دوه زره ۲۰۰۰ ديني علماء شهيدان شوي دي وژل شوي دي.
د تېرو شلو کلونو په جګړو کې ۲۷۰۰۰ اووه ويشت زره مېرمنې کونډې شوې دي چې د يتيمانو شمېر يې له حسابه وتی دی.
په ټاکلې موده کې د سروې له مخې شاوخوا ۶۷۰۰ کسان جبراً نادرکه کړل شوي او کورنۍ يې له مړي او ژوندي خبر نه لري.
يوازې ۲۲۰۰۰ پښتانه د ترهګرۍ په تور او سياسي بنديانو په توګه د پاکستان د پوځ په زندانونو کې بندیان دي. وروستي ۱۰۰۰ تنه پښتانه فعالان د جرګې د پيل په درشل کې نيول شوي دي.
په تېرو شلو کلونو کې پاکستاني پوځ د پښتنو پر خاوره ۱۳ لوی پوځي عملياتونه کړي دي، چې ۳۵ بازارونه په بشپړه توګه پکې له منځه وړل شوي.
په دغه موده کې پوځ له کويټې تر سوات پورې د عام ولس لس لکه ۱۰۰۰۰۰۰ جريبه ځمکه غصب کړې.
په دغو عملياتو کې ۵ ميلونه او ۷ لکه کسان بې کوره شوي دي چې ۲ ميليونه او ۳ لکه کسان يې تر اوسه په خېمو کې ژوند کوي او خپلو سيمو ته نه پرېښودل کېږي.
تر دې دمه د خيبر د جمرود په ريګي للمه کې پښتون قومي عدالت جرګې ته د پښتونخوا له مختلفو سيمو او پاکستان نه ۱,۴ ميليونه کسان رسېدلي وررسېدلي او نور خلک هم ورروان دي. نن د جرګې لومړۍ ورځ پای ته ورسېدله او په راتلونکو دوو ورځو کې به په وړو جرګه ګيو کې سلا مشورې وشي او وروستۍ پرېکړه به اعلان شي.