په ننګرهار کې د طالبانو سرغړونه؛ ځینې ادارې د امرباالمعروف د پرېکړې خلاف انځورونه نشروي!
په داسې حال کې چې په ننګرهار کې د طالبانو ولايتي ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د هغه قانون د عملي کولو پرېکړه کړې چې له مخې یې دولتي ادارې د ذي روح موجوداتو انځورونه او ویډیو ګانې نه شي خپرولای نه به هم رسنيو سره انځوريزې/ويديوي مرکې کوي، د دغه ولايت روغتيا رياست او د امنيه قوماندانۍ د دغې پرېکړې خلاف روان دي.
کابل ټلیګراف نږدې یوه اونۍ د دغه دواړو ادارو رسمي فیسبوکونه تعقیب کړي چې په کې لیدل کیږي دوې نږدې هره ورځ د خپلو فعالیتونو له راپورونو سره انځورونه او ویډیو ګانې خپروي.
که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه پریکړه په ټولو ولایتونو کې نه ده پلې شوې خو په ټوله کې داسې ښکاري چې د ویډیو او انځور نه اخیستلو او خپرولو په برخه کې طالبان په یوه خوله نه دي.
د ننګرهار د ولايتي ادارې پرېکړه:
د د طالبانو د ولایتې ادارې په پرېکړه لیک کې راغلي’’: د اميرالمومنین د حکم او د امربالمعروف د قانون له مخې د ذي روح موجوداتو عکسونه اخېستل او خپرول منع دي، نن په ولايت مقام کې په همدې اړه غونډه وشوه تر څو دغه حکم او قانون بشپړ عملي شي؛ نو تاسو ته خبر در کړل شو چې له دې وروسته ذیروح اشیاو له عکس اخېستلو او خپرولو ډډه وکړئ. همدا راز راپورونه د تېر په څېر لیکئ، د خپلې ادارې د ودانۍ، لوحې او یا لوګو سره يې خپروئ او که رسنیو سره مرکه کېږي، نو یوازې د غږیز پيغام د ثبت اجازه ده.’’
تر دغې پرېکړې وروسته اوس په ننګرهار کې د طالبانو ادارې نه له خبریالانو سره ويډيوي مرکې کوي او نه یې هم پروګرامونو ته ورغواړي.
له دغې پرېکړې سره د درې ادارو مخالفت:
که څه هم طالبان تل په خپل منځ کې د اختلافاتو موجودیت ردوي او داسې څرګندوي چې دوی ټول په يوه خوله او ګواکې د دوی د مشر (ملا هیبت الله اخوندزاده) د فرمان تابع دي؛ خو په ځينو وختونو کې د دوی اختلافات د رسنيو د سرټکي کېږي چې يوه کوچنۍ بېلګه يې ننګرهار کې د ذی روح موجوداتو د انځور خپرولو ده.
ننګرهار کې د طالبانو روغتيا رياست د نومبر له ۱۲مې تر اوسه چې دغه پرېکړه شوې، يوه ورځ هم خپل راپورونه بې انځورنه نه دي خپاره کړي.
د فعالتونو وروستی راپور چې د دغې ادارې پر فیسبوک پاڼه د نومبر په ۲۴مه پرون خپور شوی چې د عامې روغتيا رييس مولوي امين الله شريف د دغه ولايت د خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو روغتيايي مسوولینو سره لیدلي دي.
دغه راز د دغه ولايت د طالبانو امنيه قوماندانۍ چې د يادې پرېکړې پرمهال يې مسوولین په غونډه کې حاضر وو، هم د دغې پرېکړې او مخالفت کوي.
د طالبانو دغې ادارې له دوه درې ورځو وروسته بېرته انځورونه نشرول پيل کړي او ان د خپلو فعاليتونو ويډيو راپورونه هم خپروي.
ننګرهار کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ پر خپله فیسبوک پاڼه پرون د نومبر په ۲۴مه يو راپور خپور کړی چې په کې د قوماندانۍ وياند د خپلو فعاليتونو په تړاو ويډيوي معلومات خپروي.
د طالبانو د نظر اختلافات تر دې وړاندې هم په ځلونو را څرګند شوي او داسې هم ويل کېږي چې طالبان د ښوونځيو او پوهنتونو د بندولو او د ذیروح شيانو د خپرولو په برخه کې يوه خوله نه دي.
هغه طالبان چارواکي چې ځانونه د دوی مشر ملا هیبت الله ته نږدې ښودل غواړي د انځور او نجونو د زده کړو سر سخت مخالف دي خو هغوی چې له نړۍ سره ځانونه سيالولو غواړي لکه ملا برادر او سراج الدين حقاني دوی ته نږدې سرچینې وايي چې دوی د ښوونځيو د خلاصون او پر انځور د بنديز نه لګولو طرفدار دي.