د ښځو نړۍواله ورځ؛ افغان مېرمنې له طالبانو خپل حقونه غواړي

کابل ټيليګراف، کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال
ځینې افغان مېرمنې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله له طالبانو خپل حقونه غواړي وایي چې نړۍواله ټولنه دې هم طالبان خپل سري ته نه پریږدي، د ښځو د حقونو د ټېنګښت لپاره پرې فشارونه راوړي او د مېرمنو ترڅنګ دې ودریږي.
له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې په ټوله نړۍ کې خلک د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.
دا یوه نړیواله ورځ ده چې د ښځو لاسته راوړنې په رسمیت پېژني او د لمانځنې تر څنګ یې د جنسیتي نا برابرۍ او توپیري چلند په اړه پوهاوی لوړوي.
د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانو مېرمنو غږ
د کابل ښار یوه اوسېدونکې ناجیه وایي، د ښځو نړۍوالې ورځې نمانځل د افغان ښځو لپار هیڅ معنی نه لري.
هغه وایي: «طالبانو پر موږ لسګونه فرمانونه وضع کړي، درس نشته، کورس نشته، پارک نشته، کار نشته، تر کله به زموږ حقونه پر پښتو لاندې وي.»
هغه وایي چې نړیواله ټولنه دې پر طالبان فشار راوړي تر څو د دوی حقونه ورکړل شي.
د پروان ولایت یوه بله اوسېدونکې کلثوم بیا وایي، پخوا یې له یوې موسسې سره د ښځو په برخه کار کاوه خو د طالبانو له راتګ را وروسته په کور کینول شوه.
هغه بیا وایي، ښځې اوس مهال له نورو ټولو حقونو تېرې دي خو یوازې دې د دوی اولادونه ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.
فاطمه بیا د کابل ښار د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی چې د د ښځو نړیوالې ورځې سره هماله د خپل ژوند ترخې کېسې کوې.
هغې کابل ټیلیګراف ته وویل: «نهم ټولګي کې وم چې طالبانو ښوونځي بند کړل، یوه کال مې انتظار وکړ چې کېدای شي خلاص شي، هغه ټول ارمانونه چې ما په زړه کې درلودل، له خاورو سره خاورې شول.»
فاطمه وایي چې د یوه کال په تېرېدو د خپلې کورنۍ له لوري مجبوره شوه چې کوژده وکړي او اوس مهال څلور میاشتې کیږي چې خاوند یې په ایران کې مزدوري کوي او دا یې د راتګ لپاره د انتظار شېبې شمېرې.
هغه وایي، پر دې تېره شوه خو د نورو انجونو له ژوند سره دې لوبې نه کیږي او طالبانو دې ټولو انجونو ته د زده کړو او نور شرعي حقونه ورکړي.
فاطمه زیاتوي چې نړیواله ټولنه هم باید طالبان خپل سر ته پرینږدي او فشار پر راوړي ترڅو په هېواد کې د ټولو خلکو حقونه خوندي شي.
د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو بندیزونه او محدودیتونه په وار وار په کور دننه او بهر غندل شوي دي خو طالبانو لا هم خپل کار ته دوام ورکړی او ادعا یې کړې چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون د ټول حقونه ورکړي.