ځانګړي برخهراپورونه

د  مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په اړه ګڼ غبرګونونه

( کابل ټيليګراف (کب ۲۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

مولوي مفتي منیر شاکر پر پآکستان حکومت او علماوو د خپلو بیانونو له امله ډیر مشهورو پر هغه د  شنبې په ورځ مازیګر مهال  مسجد ته د دخلیدو پرې مهال  چاودنه وشوه  چې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه

د نوموړي وژل کیدل په داخلي او نړیواله کچه د خلکو لخوا غندل شوی دی، د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشر منظور پشتون ویلي چې هغه وخت چې حاکم چې موخه یې د پاکستان حکومت دی په ریښتا ویلو سرونه پرې کول زموږ د ځوانانو سرونه پرې شول خو ټيټ نشول او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ نوموړې ویلي چې مفتي شاکر د د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ و او د کورنۍ سره به یې په هر ګام کې ودریږي.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ ویلي چې مفتي منیر شاکر د سولې او عدالت غوښتنې قرباني شو او زیاته کړې یې ده چې زموږ په سیمه کې بیا زموږ د خلکو د وژنې په ځای بدلیږي

بل مشهور پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په ځپل اېکس کې لیکلي د پښتونخوا ولسونه خو د جنګ خلاف رواوتلي وو او چې هغوی ته د مفتي منیر شاکر پشان عالم او پوهه ترجمان مخکې شو نو د جنګ اقتصادي مالکانو سره وېره پیدا شوه او هغه یې په رڼا ورځ شیهد کړو نوموړي زیاته کړې چې د منیر شاکر وینه به رانګ راوړي او ولس به د ډالري جنګ خلاف د جدوجهد جاري وساتي.

بل پلو د افغانستان د جمهوري دولت لومړي مرستیال امرالله صالح بیا په د نوموړي د وژنې په غبرګون کې ویلي چې نوموړی د پاکستان په کورني او بهرني سیاست د نیوکو له امله ووژل شو د نوموړي پر وینا چې منیر شاکر دعوه کوله چې پاکستان سیاست کې د دیني مدرسو له سیستم کار اخیستل کیږي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل بیا ویلي چې هغه له دین څخه د ناوړې استفادې پر خلاف غږ پورته کړی و او د مفتي شاکر ووژل کېدل یې د دیني ټولنې لپاره ستره ضایعه بللې ده.

لیکوال شاعر او په د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د مفتي منیر شاکر په مړینه خواشیني ښودلې او د پاکستان استخباراتي اداره (ای اېس ای) یې د نوموړي په وژنه تورنه کړې.

نوموړي ویلي  چې منیر شاکر د خرافاتو پر ضد کلکه مبارزه وکړه او د ملایانو دوکانداري یې خرابه کړه

په جمهوري دولت کې د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې د مفتي منیر شاکر د مړینې په اړه لیکلي: «‏یا به د ظلم مقابله کوي او یا به ظلم تاییدوي او د پاکستان د استبلیشمنټ راج او د ظلم لاندې شپې او ورځې تېروي. د خیبر پښتونخوا ولسونه، مشران او علماء د همدغه افراط او تفریط لاندې د مرګ سره لوبې کوي

د پوهنتون استاد اسماعیل یون د دیني عالم مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون پر ټولو پښتنو غږ کړی: «که ژور فکر و نه کړئ او لاس په کار نه شئ، نو نه به مو د سر سړی پاتې شي او نه هم د منبر

همدارنګه په لر او بر کې د مفتي منیر شاکر پر وژل کیدو خلکو د هغې مینه والو او سیاستي څېرو  ژوره خواشني ښودلې او د نوموړي وژل کیدل یې ستره ضایع بللی ده مفتي شاکر د خپلو تېزو ویناوو له امله ډير شهرت  درلود او څو ځلې په ویډیوګانو کې ویلي و چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دی خو د پاکستان حکومت یې نه امنیت نیسي او نه یې ساتونکو ته د وسلې ګرځولو اجازه ورکوي.