افغانستانخبرونهراپورونه

طالبانو د بریتانیوي سرتېرو له لورې د افغانستان په جګړه کې اعتراف ته غبرګون ښودلی

کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

طالبانو د بریتانوي سرتېرو له لوري د افغانستان په جګړه کې د جنګي جنایتونو د اعترافاتو په اړه غبرګون ښودلی.

د دغه ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د پخوانیو غړو له خوا د جنګي جنایتونو اعتراف، په تېرو ۲۰ کلونو کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د تکراري جنایتونو تصدیق دی.

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانیو غړو خپل اوږد مهاله چوپتیا مات کړې او اړ شوي چې د خپلو همکارانو له خوا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه اعتراف وکړي.

بریتانوي سرتېرو ویلي چې د دوی د ځانګړو ځواکونو غړو غیرمسلح کسان په خوب اوده وژلي او بندیانو په ګډون یې په ماشومانو لاسونه تړلي او وژلي یې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په یوه غږیز پیغام کې چې د دې اعترافاتو په غبرګون کې خپور شوی، ویلي چې امریکايي، بریتانوي او د ناټو ټولو غړو ځواکونو، چې په افغانستان کې یې نظامي حضور درلود، د خلکو په وژنو او تکراري جنایتونو کې لاس درلود.

د مجاهد په وینا، دا بیانات او شاهدي د هغو اسنادو او شواهدو تصدیق کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت او خلکو بارها رسنیز کړي دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې جنایتونو عاملین محاکمه کړي او د قربانیانو لپاره دې تاوان ورکړل شي.

فطرت ویلي چې دا افشاګرۍ یو ځل بیا د بهرنیو اشغالګرو اصلي ماهیت ښيي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو اړتیا تأییدوي.

ویل شوي چې د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ډیویډ کامرون د خپلې دندې پر مهال څو ځله خبرداری ترلاسه کړی و چې د بریتانیا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې ملکي وګړي وژني.

خو د دې تورونو د مطرح کېدو سره سره، د بریتانیا سیاستوالو او نظامي قوماندانانو تر دې اعترافاتو ثبتېدو پورې په دې اړه چوپتیا غوره کړې وه او د دې موضوع په اړه څېړنې یې ځنډولې وې.