په غزه کې د اسرائیلو په برید کې یو خبریال د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د جنایاتو د دوام او د دې سیمې د بېلابېلو ساحو په نښه کولو سره، یو خبریال د خپلې کورنۍ د یو شمېر غړو سره یوځای په جبالیه کې د هغه د کور د بمبارۍ له امله وژل شوی.
د دې خبریال په وژل کېدو سره، د اسرائیلو لخوا په غزې تړانګې باندې د بریدونو په پایله کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۱ ته ورسېد.
له بلې خوا، د فلسطین د دولتي رسنیو دفتر په غزې تړانګې کې اعلان کړی چې په تېرو ورځو کې ۵۸ فلسطینیان د خوارځواکۍ او ۲۴۲ فلسطینیان د خوراکي توکو او درملو د کمښت له امله مړه شوي دي.
د روغتیايي چارواکو او نړیوالو سازمانونو په وینا، د اسرائیلو د محاصرې په پایله کې په غزې تړانګې کې ۷۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ څخه کړېږي.
د دغه جنایاتو د دوام سره، یو عبري ورځپاڼې راپور ورکړی چې تېره اوونۍ د اسرائیلو پوځ لږ تر لږه ۱۰ روغتونونو او روغتیايي مرکزونو باندې بریدونه کړي، چې له امله یې دا مرکزونه له کاره لوېدلي او د غزې پر روغتیايي نظام یې سخت فشار اچولی دی.
اسرائیلي رسنیو همدارنګه راپور ورکړی چې د اسرائیلو ځینې چارواکو اعتراف کړی چې په غزې جګړه کې یې ټولې لارې لټولي، خو د حماس غورځنګ د ماتولو توان یې نه دی موندلی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د فلسطین د مقاومت ځواکونو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ په غزې کې نښتې روانې دي او دې رژیم د دې جګړې په اوږدو کې د خپلو تلفاتو د زیاتوالي اعتراف کړی دی.
د یمن وسلهوال ځواکونه هم د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره په اشغال شویو سیمو کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
نن اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د یمن د توغندیز برید په پایله کې د فلسطین په پراخو اشغال شویو سیمو، په شمول تل ابیب او لوېدیځ بیتالمقدس، خطر زنګونه فعال شوي دي.
د دې برید له امله د بن ګوریون هوايي ډګر فعالیتونه ودرول شول او سلګونه اسرائیل د یمن د بالستیک توغندي له وېرې پناهځایونو ته وتښتېدل.