مقالې

نصرت رحیمي: جمهوریت کې ځينو کړیو د عزیزي د پانګونې مخه نیوله

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

ځینې دوستان وایي چې ولې میرویس عزیزي پخوا دومره مرستې نه کولې او اوس یې کوي؛ ستاسو دا انګېرنه پر ځای ده خو راځی نن مو له یوه حقیقت څخه خبر کړم.

کال ۲۰۱۹ حوت میاشت،

ولسمشر خبر شوی و چې د یوې معتبرې رسنۍ لخوا پر عزیزی بانک یو داسې راپور جوړېږي او داسې موارد په کې ذکر کېږي چې که خپور شي عزیزي بانک به هم مهاله سقوط کېږي، پر سوونو ملیونه ډالر به تاوان کوي او په هېواد کې به یو لوی اقتصادي بحران رامنځته کېږي. ګټ، مټ لکه کابل بانک چې سقوط شو او په ملیاردونو ډالر هېواد ته تاوان ورسېد.

له ولسمشرۍ ماڼۍ زما په ګډون یو درې کسیزه پلاوی وټاکل شو څو ددې راپور مخنیوی وشي او که خپرېږي څه باید وشي، پیل مو وکړ او د افغانستان ملي بانک لخوا دا تابیاوې ونیول شوې چې که دا بانک سقوط کېږي او وطن له اقتصادي بحران سره مخ کېږي، د مالي اړخه بانک او هېواد څنکه مدیریت شي.

په ورته وخت کې، داچې ما له رسنیو او په ځانکړې توکه له خبریالانو سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې، وټاکل شوم چې له یادې رسنۍ سره په یوازې مخکې ولاړ شم څو د امکان تر کچې ددې راپور د خپرولو مخه ونیول شي.

په لنډ وخت کې مو داسې معلومات تر لاسه کړل چې هم دا درې کسیزه پلاوی او هم ولسمشر یې حیران کړ، د باور وړ نه وه، خو حقیقت وه، د ولسمشر امضا په فریب اخیستل شوې وه او د دولت په کچه په دې موضوع کې داسې یو چا لاس درلود، چې هیچ چا ددې ګمان نه کاوه چې دا کار دې دده لخوا تر سره کېږي. دا دولتي لوړپوړي شخص په یوازې توګه او ور سره د یادې رسنۍ دوه مشران په ټیټه کچه په دې موضوع کې شریک وو.

څه چې ښکاره شول هغه دا وو چې عزیزي بانک له کلونو تر فشار لاندې و، یوازې په همدې موضوع کې ترې لس ملیونه ډالر اخیستل کېدل.

د قضیې ټول اسناد په تحریری او غږیز ډول اوس هم له ما سره موجود دي خو د یو ملي مصلحت له مخې د هغه له خپرولو او د اشخاصو د نومونو له راوړلو ډډه کوم.

پای داشو چې د راپور د خپرولو مخه ونیول شوه، قضیه شنډه شوه او عزیزي بانک له دیوالي کیدو او هېواد په یوه مهم امنیتي وضعیت کې له اقتصادي بحران څخه وژغورل شو.

ددې کرښو له راوړلو څخه مې موخه داده چې ممکن هغه وخت به میرویس عزیزي کوم څه لیدل چې لویو پروژو ته یې زړه نه ښه کاوه او اوس یې چې مټې رابډوهلې مه یې رټی، تشویق یې کړی، هېواد په سخت وضعیت کې دی، ډېره کوچنی مرسته هم لویه ده، بیا هم که چېرې یې پروژې نا بشپړې پاتې کېږي نو ډلې به یې مخه نیسي.

ځینې دې زما دا خبرې خدای ناخواسته د جمهوریت د تخریب په موخه نه اخلي، جمهوریت لا ژوندی دی، تر پخوا سوچه، تر پخوا پیاوړی دی، نو جمهوریت د یوې ډلې حکومت نه و، جمهوریت په خپله لمن کې په سلګونو ډلې راټولې کړې وې او د ټولو هېوادوالو لپاره ملي هنداره وه، په جمهوریت کې ډلې له ٢٠٠٠ م کال راهیسې د ننه شوې وې، په وروستیو پنځو کلونو کې دا هڅه وشوه چې جنګی جنایت کارې ډلې او مافیاوي کړۍ لومړی تضعیف او بیا له منځه ولاړې شي، دا هڅه ډېره ښه روانه وه خو…