مقالې

طالبان؛ څلور کاله واک، خو په ولس څلور کاله تور تم!

کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د لیکوال او ژورنالېست، بلال سروري لیکنه

څلور کاله کېږي چې طالبان د افغانستان د واکمنۍ واګې په لاس کې لري، خو د دې څلورو کلونو حاصل د ولس لپاره د سوکالۍ او پرمختګ پر ځای، د فقر، بې‌کارۍ، وېرې او مهاجرت تیاره ده. که څه هم طالبان په خپلو تبلیغاتو کې ځانونه د “اسلامي نظام” استازي بولي، خو د دوی کړنې نه یوازې له اسلامي عدالت او رحمت سره په ټکر کې دي، بلکې د یوه عصري او مشروع دولت له اصولو سره هم هېڅ تړاو نه لري.

په څلور کلونو کې نه د نظام مشر (امیر) د خلکو مخې ته راغلی او نه هم د هېواد لپاره اساسي قانون جوړ شوی. ولس نه پوهېږي چې د دوی د ژوند او راتلونکي پرېکړې څوک کوي، څنګه کوي، او پر کوم اساس یې کوي. دا یو بې‌ساری سیستم دی چې په بشپړ ډول له شفافیت او حساب ورکولو تش دی. د واک په چوکاټ کې د چارواکو ځای پر ځای کول د وړتیا او اړتیا پر اساس نه، بلکې د شخصي باور او داخلي لوبو پر اساس کېږي.

لکه د شطرنج په تخته کې چې ګیټې له یوې خونې بلې ته وړي، همداسې یو ملا له یوه ولایت بل ته استول کېږي، پرته له دې چې د هغه د کار وړتیا، محلي اړتیا یا د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي. په دې نظام کې که څوک د طالب د فکري کرښې پیرو نه وي، د دندې، واک او حتا عادي مدني فعالیت حق نه لري. د تعلیم، پوهې، او تخصص ارزښت له منځه تللی او ټولې پرېکړې د یوه محدودې ډلې په انحصار کې دي. اقتصادي بحران، د کار نشتوالی او د راتلونکي په اړه ناامیدي خلک دې ته اړ کوي چې یا ځان وژنه وکړي، یا هم له مرګونو ډکو لارو بهر ته وتښتي.

یوازې قطر ته د کار لپاره د ۲۰۰۰ کسانو غوښتنې په بدل کې له پنځوس زرو زیات کسان نوم‌لیکنه کوي،یعنې د خلکو د تښتېدو تنده د ژوند د ښه کېدو هیلې ځای ناستې شوې ده. په څلور کلونو کې طالبانو د خپلو کړنو په اړه هېڅ وخت ولس ته حساب نه دی ورکړی. نه د بودیجې څرنګوالی معلوم دی، نه د مالیاتو مصرف روښانه دی، او نه هم د نیولو، وژلو او شکنجې په اړه وضاحت شته.

طالبان خپل نظام “اسلامي” بولي، خو په اسلامي تاریخ کې د پیغمبر ﷺ او خلفای راشدینو طریقه دا وه چې د خلکو ستونزې یې اورېدې، رعیت یې نه تحقیرولو، او د حکومت او ولس لپاره یو قانون نافذ و. نن په افغانستان کې خلک په لویو میدانونو کې د دورو لاندې کېږي، خو که د بلخ پوهنتون رئیس نامشروع کار کوي او لاس په لاس نیول کیږي نه ېې څوک پوښتنه کوي او نه ورته ګناه ښکاري.

ایا دا اسلامي عدالت دی؟ که نه، یوازې د اسلام د نوم تر سیوري لاندې د واک تږو دیکتاتورانو واکمني ده. طالبان او د هغوی فکري ملا د یوې پراخې بهرني استخباراتي لوبې برخه دي چې موخه یې د اسلام د نوم بدنامول، او د مسلمانانو په زړونو کې د دین پر وړاندې کرکه پیدا کول دي.

د دوی کړنې د رحمت، عدالت او انصاف د اسلامي روح پر ضد دي. په دې څلور کلونو کې د شکنجو، غیرقانوني نیونو او هدفي وژنو شمېر دومره ډېر دی چې نه یې کره شمېر شته او نه د قربانیانو غږ اورېدل کېږي. ویره، چوپتیا او ناامني د ټولنې فضا پوښلې ده.

طالبان له خلکو په هر ګام کې د ټکس په نوم پیسې اخلي، داسې لکه باج چې یې ترې اخلي، خو د دې په بدل کې هېڅ خدمات نه وړاندې کوي. نه تعلیم، نه روغتیا، نه امنیت، نه اقتصادي پرمختګ—هر څه له صفر سره ضرب دي. د طالبانو څلور کلن واک دا ثابته کړه چې د زور، وېرې او د انحصاري فکر پر بنسټ نظامونه نه یوازې د خلکو ژوند توره تیاره کوي، بلکې د دین نوم هم د واکمنانو د شخصي ګټو د وسیلې په توګه کاروي.

افغانستان د یوه داسې نظام مستحق دی چې قانون، عدالت، او د خلکو اراده پکې محور وي—نه دا چې د یوه پټ “امیر” او د څو استخباراتي کړیو تر سیوري لاندې ژوند وکړي.