د تېر نظام په تړاو د فضل رحمن اوريا څرګندونو د خلکو غبرګونونه راپارولي

کابل ټیلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د تېر جمهوري نظام پرمهال د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټيم وياند او د سیاسي چارو شنونکي فضل رحمن اوریا په دې وروستيو کې له طلوع نيوز تلويزيون سره په يوه مرکه کې تېر نظام د نړۍ په کچه فاسد، لاسپوڅی او بې قانونی نظام یاد کړی دی.
د نوموړي دغو څرګندونو په ټولنيزو شبکو کې د خلکو غبرګونونه راپارولي او فضل رحمن اوریا يې رواني ناروغ، پیسه دوست او په ځینو ناوړه الفاظو تعریف کړی دی.
د فضل رحمن اوريا څرګندونې
د تېر جمهوري نظام پرمهال د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټيم وياند او بیا يې وروسته مشاور او د چارو شنونکی فضل رحمن اوریا چې اوسمهال يې په کابل کې د سهار په نوم د خبرو اترو يو مرکز پرانیستی تېره شپه یې له طلوع نيوز تلویزیون سره په يوه خپرونه کې د تېر جمهوري نظام پر ضد خبرې وکړې.
هغه وويل، پخوانی جمهوري نظام د نړۍ لومړی درجه لاسپوسی، فاسد او بېقانونه نظام و. نوموړی زیاتوي؛ د طالبانو حکومت په راتګ سره یاد ټول فسادونه ختم او تشې اوس ډکې شوې دي.
دی وايي: ((هغه وخت د نشه یي توکو کښت او قاچاق اوج ته رسېدلی و چې هر کال به افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق او کښت له امله لومړی او دویم مقام ګټلو خو اوس په افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق او کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.))
د اوريا څرګندونو ته د خلکو غبرګونونه
په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو خلکو د فضل رحمن اوريا دغو څرګندونو ته غبرګونونه ښودلي او نوموړي ته يې ډېر سپک او ناوړه الفاظ کارولي دي.
د اکرام خان په نوم د اېکس شبکې يو کاروونکي لیکل: ((هغه مهال چې دا د عبدالله د ټاکنیز ټيم غړی و او د هماغه نظام نه ورته معاش حواله کېده هغه نظام فاسد نه و خو اوس چې ورته د طالبانو لخوا ګټه رسېږي اوس هغه نظام فاسد شو.))
دغه راز د شقیق اندړ په نوم يو بل ټولنيز فعال لیکلي چې همدا جناب د هماغه فاسد نظام غړی و او ګټه يې ورسېده.
د فضل رحمن اوریا ځينې پخوانۍ کړنې
په تېر جمهوري نظام کې هغه مهال چې ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال رقيب کاندیدان وو، فضل رحمن اوریا په ټلویزيوني خپرونو کې د ډاکټر اشرف غني له ټاکنيز ټيم، پروګرامونو او طرحو څخه کلکه دفاع کوله؛ خو کله چې نوموړی د ډاکټر عبدالله د ټيم وياند وټاکل شو، نوموړي ۳۶۰ درجې تغير وکړ او د ډاکټر اشرف غني پر ضد يې خوله خلاصه کړه.
له هماغه وخته فضل رحمن اوریا د خلکو په فکرونو کې يوه ناپسنده څهره شوه چې تر نننه يې ډېر خلک په ځانګړي توګه د محمد اشرف غني پلويان په بده سترګه ګوري.
فضل رحمن اوریا هغه مهال تر ټاکنو وروسته د ډاکټر عبدالله مشاور وټاکل شو او د جمهوري نظام تر سقوط پورې يې همدغه دنده چې يوازې په تلویزیوني خپرونو کې د ډاکټر عبدالله د صفتونو بیان و اجرا کوله خو د جمهوري نظام له سقوط سره بې دندې شو او په کابل کې په کوڅو کې لکه رواني ناروغ داسې ګرځېده.
تر اوږدې بې کارۍ وروسته يې کابل کې د سهار د خبرو اترو مرکز د اتحادیې په نوم يو دفتر د کابل ښار د شهر نو په شیرپور سیمه کې پرانیست او بیا يې د طالبانو د حکومت په ګډه تبلغات پيل کړه.
د نوموړي په کوربتوب څه موده وړاندې د تاجکستان د حکومت يوه مخالفه څېره هم کابل ته رادعوت شوې وه چې دا کړنه یې د تاجکستان د حکومت له نیوکو سره مخ شوې وه.