د طالبانو د نوي قانون په تړاو د خبرو لپاره کندهار ته د یوناما د مشرې سفر بېپایلې و
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف د قانون په تړاو د خبرو لپاره کندهار ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د مشرې سفر بېپایلې و
د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون له اعلانولو وروسته د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما
مشره کندهار ته لاړه څو د طالبانو له مشر سره ددې قانون په تړاو خبرې اترې وکړي.
په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر پرون (یکشنبه، د اګست په ۲۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان لپاره د
ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا کندهار ته ورغلې او د دغه ولایت د والي له مرستیال سره یې
لیدلي دي.
کندهار کې طالبانو ته یوې نږدې سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې د امربالمعروف قانون تر توشیح وروسته په دغه قانون د نړۍوالو تر پراخو غبرګونونو وروسته پر یوناما هم نیوکې شوې دي او د مختلفو هېوادونو له لوري پرې فشار راوړل شوی چې د یوناما حضور هلته د څه لپاره دی.
پر یوناما د دغو نیوکو وروسته روزا اتونبایوا اړ شوه چې کندهار ته لاړه شي او د طالبانو له مشر سره په دې تړاو
خبرې وکړي.
په کندهار کې طالبانو ته یوې نږدې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل چې د طالبانو مشر د اتونبایوا سره له لیدو ډډه وکړه او ان ددې ولایت لپاره د طالبانو والي هم له اتونبایوا سره له لیدو انکار وکړ.
که څه هم پلمه دا شوې چې ګني د یوناما مشره کندهار کې د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې د خبرو لپاره دغه ولایت ته
راغلي خو د سرچینې په وینا ددې د سفر اصلي موخه د امربالمعروف نوی قانون و.
اوتونبایوا غوښتل ددې قانون په تړاو د نړیوالو پیغامونه د طالبانو تر مشره ورسوي خو د هغې سفر بېپایلې و.
کندهار ته د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سفر سره هممهاله نوموړې د امربالمعروف د قانون په اړه یوه اعلامیه ورکړه
او ویې ویل، دا قانون د افغانانو لپاره د پام وړمحدودیتونه وضع کوي.
انونبایوا زیاته کړه: “دا د افغانستان راتلونکې لپاره یو ځورونکی لیدلوری دی چې محتسبین اختیاري واک لري چې د
پراخو او کله ناکله د ناڅرګندوسرغړونود لست پر بنسټ هرڅوک وګواښي او توقیف یې کړي.”
میرمن اوتنبایوا زیاته کړې: “دا د افغان میرمنواو نجونو پرحقونو باندې د نه زغملو وړ محدودیتونه لا پراخوي، ان له
کوره بهر د ښځوغږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي.”