ځانګړي برخهراپورونه

افغانستان کې د ام‌پاکس پېښې شته خو طالبان یې په اړه څه نه وايي.

کابل ټیلیګراف ته د خپلو سرچینو لخوا د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د ام‌پاکس یا د بیزو تڼاکې ناروغۍ لسګونه پېښې ثبت شوې او یا یې په یو شمېر کسانو کې نښې نښانې لیدل شوې خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې تړاو رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

کابل ټیلیګراف ته د طالبانو په عامې روغتیا وزارت کې سرچینو ویلي، چې د ام‌پاکس ناروغۍ لسګونه پېښې د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې لیدل شوي خو دغه وزارت يې له رسنیز کېدو سره مخالف دی.

د سرچینې په وینا، ” د ام‌پاکس ناروغۍ پېښې شته، هیڅوک له دې انکار نشي کولی، دا چې دوی یې ولې رسنیو ته په اړه معلومات نه ورکوي، جلا مسئله ده.”

دا په داسې حال کې ده تر دې مخکې یو شمېر رسنیو خبرونه خپاره کړي وو چې کابل او پکتیا کې د ام‌پاکس دوې پېښې ثبت شوې دي خو طالبانو وروسته په یوه اعلامیه کې په دې اړه خبرونه بې ‌بنسټه او له حقیقته لرې وبلل.

سرچینې کابل ټیلیګراف ته دا هم ویلي چې طالبان د ام‌پاکس ناروغۍ د مخنیوي لپاره هېڅ ډول تدابیر نه لري او نه هم په دې اړه تر اوسه کوم د پام وړ کار شوی دی. تر دې مخکې طالبانو ویلي وو چې تورخم دروازه کې یې یو ټیم موظف کړی څو هغه کسان وپېژني چې په ام‌پاکس اخته دي.

له دې سره په یو وخت طالب چارواکو د ام‌پاکس ناروغۍ د مخنیوي په تړاو له یو شمېر بنسټونو او موسسو سره ناستې کړې خو د سرچینې په خبره، تر اوسه د ام‌پاکس سره د مبارزې پر وړاندې کوم عملي اقدامات نشته.