نړۍ

اسرایلو په تل ابیب توغول شوی توغندی خونثی کړی

اسرایل وایي چې هغه بالسټیک توغندی یې خنثی کړی چې د لبنان حزب الله ډلې لخوا په تلابیب توغولی شوی وو.

د اسرایلو پوځ ویاند ناداو شوشاني ویلي: که څه هم دا برید په تل ابیب لومړی او ډير ستر وو مګر د توغندې له خنثی کولو ورسته یې هوایي ځواک د لبنان په نفحیه سیمه کې بریدونه کړي او هلته یې برید کوونکې په نښه کړي.

د لبنان حزب الله ډلې رسنیو ته ویلي چې د «قدر۱» بالستیک توغندي په برید کې یې د اسرائیل څارګرې ادارې موساد دفتر په نښه کړی و.

دغه ډلې همدارنګه ویلي چې دا برید یې په غزه کې د فسلطینیانوپه ملاتړ او د لبنان د خلکو د دفاع په خاطر ترسره کړی دی.

پر لبنان د اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۶۰۰ تنه وژل شوي او تر ۹۰۰۰ نور خپلو استوګنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.