د بايډن حکومت په وروستيو ساعتونو کې له طالبانو سره د بنديانو د تبادلې معامله کړې!
کابل ټيليګراف (د سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د واک په وروستیو ساعتونو کې له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې یو تړون اجرا شوی چې طالبانو د خان محمد په نوم د دوی د یو بندي د خلاصون په بدل کې دوه امریکایي وګړي ازاد کړي.
خان محمد چې شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی و، د امریکا محکمو ورته د نشهیي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو له امله عمرقيد سزا ورکړې وه.
دغه تړون داسې مهال کېږي چې تر اوسه د يوه افغان الاصله امريکايي محمود شاه حبيبي برخليک نامعلوم دی او لا هم طالبان د هغه له وړلو وروسته د هغه له نيولو انکار کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې له امریکا سره د طالبانو له اوږدو مذاکراتو وروسته خان محمد د دوه امریکایي وګړو د خوشې کولو په بدل کې خوشی شوی.
د دغه مذاکراتو یو امریکايي لوري سيآنآن تلویزیون ته ویلي: «د طالبانو ټینګار دا وه چې دغه تبادله د ټرمپ له حکومت سره وکړي ترڅو یې کریډټ دنوموړي حکومت ترلاسه کړي او له نوې ادارې سره یې اړیکي ښې شي». دغه سرچینې زیاته کړې چې د بایډن ادارې هڅه کوله چې څو نور امریکايي وګړي هم د طالبانو له بنده خلاص کړي خو طالبان حاضر نه شول او ښکاري چې غواړي د ټرمپ له حکومت سره د بندیانو پر سر معاملې ته راوړاندې شي.
رایان کوربیټ او ویلیم مکینټي هغه امریکایي بندیان دي چې د طالبانو له خوا د خان محمد په بدل کې ازاد شوي. رایان کوربیټ یو امریکايي سوداګر و، چې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰مه د افغانستان په شمال کې د خپل سوداګریز سفر پر مهال د طالبانو لخوا ونیول شو. هغه په افغانستان کې د “بلوم افغانستان” په نوم یو شرکت درلود چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره جوړ کړی و. سره له دې چې هغه یوکلنه سوداګریزه ویزه درلودله، له دريو نورو همکارانو سره د ځایي طالبانو لخوا ونیول شول. د هغه درې ملګري خوشې شول، خو کوربیټ لا هم پرته له کوم رسمي تور څخه بندي پاتې و.
د ویلیم مکینټي په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، خو هغه هم د طالبانو لخوا نیول شوی و.
د افغان الاصله امريکايي محمودشاه حبيبي په شمول د طالبانو په بند کې د پاتې امریکایانو کورنۍ د خپلو عزیزانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي، او د طالبانو لخوا د نورو امریکایانو خوشې کېدل لا هم د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو موضوع ده.
د يادونې وړ ده چې د محمود حبيبي يرغمل کولو وروسته چې د ده ۲۷ تنه نور ملګري ازاد شول، طالبانو تر اوسه د هغه له زندانه انکار کړی او تر اوسه يې د مړي ژوندي معلومات نشته خو د نورو امريکايي اتباعو پر نيولو طالبان قانع دي او په زندانونو کې يې ساتلي.
تر دې مخکې یوې باوري سرچینې فارس انډیپنډنټ ته ویلي و، چې طالبانو له امریکا سره د همکارۍ او د ایمن الظواهري د استوګنې د افشا کولو په تور د محمود شاه حبیبي په ګډون د یوه خصوصي شرکت څو لوړپوړي کارکوونکي نیولي دي. د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر کور ته څېرمه د ACG د خصوصي شرکت يوه سي سي ټي وي کامره نصب شوې وه او همدا کار يې د ياد شرکت د کارکوونکو د نيولو لامل و.