د کابل په هوايي میدان په برید تورن کس د لومړي ځل لپاره په امریکا کې محکمې ته وړاندې شو

کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال
امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان له لوري امریکا ته سپارل شوی محمد شریف چې په جعفر هم مشهور دی نن د لومړي ځل لپاره د ویرجینا په ایالت کې محمکې ته وړاندې شو د ورکړل شو معلوماتو له مخې په لومړۍ محکمه کې په توقیف کې د هغه د ساتلو امر شوی او ورته ویلي شوي که له ترهګرو سره د اړیکو تور پرې ثابت شي ښايي د عمري بند ساز ورکړل شي.
پر محمد شریف تور دی چې په کابل کې د میدان هوايي د هغې برید طراح و چې د افغانانو د تخلیې او امریکايانو د وتلو لپاره په زیاته کچه افغانانو د کابل په مېدان هوايي ور ټول ول او د یو برید په ترڅ کې زیاتو خلکو ته مرګ ژوبله پکې وغوښتله
په هغې برید کې د ۱۳ امریکايانو تر څنګ ۱۷۰ افغانانو هم ووژل شول چې پړه یې هغه مهال د اسلامي دولت نوم ډلۍ منلی و
ویل کیږي چې شریف الله نومی کس په ۲۰۱۶ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې سره یو ځای شو او بیا په ۲۰۱۹ کال کې د تېر جمهور دولت د استخباراتو له لوري ونیول شو چې بیا په ۲۰۲۱ کال د جمهوریت له سقوط وروسته کله چې طالبانو کابل ونیوه نوموړی له زندان وتښتېد
طالبانو بیا ویلي، یاد کس نه پیژني او د محمد شریف د نیولو په برخه کې د پاکستان همکارۍ ته یې په غبرګون کې زیاته کړې د محمد شریف تر نیولو او مریکا ته تر سپارلو وروسته دا په ډاګه کوي، چې د ترهګرو پټن ځایونه چیرته دي.
د محمد شریف نیول وروسته له هغې په ټوله نړۍ کې د رسنیو توده موضوع وګرځیده کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګریس ته په خپله لومړۍ وینا کې له پاکستان مننه وکړه چې د کابل د میدان هوايي د برید طراح محمد شریف په نیولو کې یې ورسره مرسته کړې
چې وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم تاییده کړه او زیاته یې کړه چې محمد شریف یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په سیمه کې نیول دی.
پاکستان کې د عوامي نشنل پارټۍ مشر ایمیل ولي خان هم تازه د پاکستان حکومت لخوا امریکا ته د داعش دغه غړي د سپارلو په اړه غبرګون ښودلی.
ایمل ولي خان ویلي د ډونالډ ټرمپ خبرو ته خوشحالیدونکي جاهل بللي او زیاته کړې یې ده چې داعش به د دې کار غچ له پښتنو او بلوڅو واخلي.
نوموړي له پاکستاني پوځه پوښتنه کړې چې د ۱۳ امریکایانو قاتل نیولی شي خو د زرګونه پښتنو قاتل ولې نشي نیولی