ځانګړي برخهراپورونه

یو شمېر ډلې او ګروپونه د افغانستان د کشالې لپاره د حل‌لارې پر موندلو کار کوي

د ملګروملتونو امنیت شورا په تازه راپور کې ویلي، سره له چې د شورا ټول غړي په عمومي ډول د یو امن او اباد افغانستان هیله لري خو د ځینو غړو تر منځ د همدې هدف د تر لاسه کولو په طریقو د نظر اختلاف شته.

د افغانستان پر مسئله اختلافونه د طالبانو تر وروستیو اقداماتو وروسته اوج ته رسېدلي خو د سرچینو په وینا لا هم ځینې ډلې او ګروپونه شته چې د افغانستان د کشالې پر حل کار کوي او د یوې مشخصې او ټولمنلې طرحې پر جوړولو بوخت دي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د طالبانو په وړاندې یې صبر په ختمېدو دی.

نوموړې د سپټمبر په ۳مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په متحده عربي اماراتو او قطر کې یې له چارواکو سره د طالبانو په اړه خبرې کړې دي. مېرمن امیري لیکلي: “له افغانانو څخه زموږ ملاتړ لا هم پر خپل ځای دی؛ خو د طالبانو په وړاندې زموږ صبر د پای ته رسېدو په حال کې دی.”

کابل ټیلیګراف ته سرچینو ویلي: لا هم یو شمېر ډلې او ګروپونه شته چې د پردې شاته د افغانستان پر مسئله کار کوي او د یوې سمې حل‌لارې د موندلو په هڅه کې دي. دغو سرچینو ویلي: ” د افغانستان په اړه ابتکارات شته، ډلې دي ګروپونه دي، کار کوي د دوی کارونه له رسنیز پوښښه لرې او پټ دي خو د افغانستان د کشالې د حل لپاره د یوې ټولمنلې حل‌لارې په موندلو تمرکز لري.”

سرچینو ویلي، د رینا امیري وروستي ګواښونه تر پخوا جدي دي او ښايي د افغانستان د مسئلې د هواري لپاره پر داسې لارو تمرکز وکړي چې پایله ولري.
ویل کیږي قطر کې یو شمېر ډلې او بنسټونه چې د طالبانو لابي یې کوله، د طالبانو تر وروستیو اقداماتو وروسته خاموش دي او د یوې سمې حل‌لارې پر موندلو کار کوي. دوی وايي په کار ده چې یا طالبان د نړیوالو غوښتنې ومني او یا د دوی پر بدیل کار وشي.

سرچینو ویلي، نړۍ په افغانستان کې د اصلاحاتو د راوړلو په موخه طالبانو ته وخت ورکړی او طالبان هم ټینګار لري چې باید وخت ورکړل شي خو خلک وايي چې د طالبانو د درې کلونو په موده کې د هیچا رضایت تر لاسه نه کړ او ښه دا ده چې نړۍ د افغانستان پر مسئله کار وکړي او یوه سمه او ټولمنلې حل‌لاره ورته ومومي.