نړۍ

جوبایډن په نړۍ کې د نشه یې توکو پر ضد په مبازه ټینګار وکړو

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي چې نشه یې توکي په انساني تاریخ کې وژونکي دي او نړۍ باید په ګډه ددغه وژونکو موادو په ضد مبارزه وکړي.

نوموړي دغه خبرې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو اسمبلۍ په کلنۍ ناسته کې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ويلي: “که د هېوادونو امنیت او خلکو روغتیا ته د کیمیاوي نشه‌يي موادو جدي ګواښ او اوښتي زیان ته پام وکړو، تر دې مهاله د دې موادو د تولید، قاچاقو او استعمال د مخنيوي لپاره کافي هڅه نه ده شوې.”

د ښاغلي بایډن په وینا د نشه یې موادو د کمولو ګواښ تر څنګ په کار ده چې په دغه نشه یي توکو د اخته کسانو درملنې هم پاملرنه وشي.