لوبې

شفیق الله غفاري په ۲۰۲۴ کې ۱۰۳ لوبغاړي اوټ کړي او ۶۳۰ منډې یې کړي

د کرکت افغان لوبغاړي شفیق الله غفاري په خپله فیسبوک پاڼه  ۲۰۲۴ کال د ځان له پاره خورا ګټور کال بللی.

دغه افغان الراونډر په خپله فیسبوک پاڼه له هیواداولو مننه کړې چې ده ته یې دوعاوې کړي.

شفیق الله غفاري په روان کال کې ۳۰۰ اورونه ترسره کړي چې ۱۰۳ درې لوبغاړي یې اوټ کړي دي.

دغه ورو توپ اچوونکي په توپ اچونه کې نهه ځل پنځه پنځه لوبغاړي اوټ کړي دي.

همدا ډول نومړي دتوپ وهنې په برخه کې چې ۲۷ ځل توپ وهنه کړې چې د یوې سلیزې او درې پنځوسیزو پر مټ نږدې ۶۳۰ منډې یې کړي.

په توپ وهنه کې د د غفاري ډيرې منډې ۱۰۹ دي.