د خیبر جرګې پرېکړې او غوښتنې په ډاګه شوې
د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه ماښام ناوخته د خيبر تاريخې جرګې وروستی پرېکړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتين وړاندې کړ چې په پای کې يې ټولو ګډونوالو د عملي کولو لپاره لوړه وکړه.
په یاده جرګه چې ۱.۴ ميليونه کسانو پکې ګډون کړی و، لسګونو کمېټو له بحثونو وروسته خپلې پرېکړې او غوښتنې اعلان کړې.
د خیبر جرګې پرېکړه وکړه چې پاکستانی پوځ او وسله وال تنظیمونه دې دوو میاشتو کې د پښتنو له خاورې ووځي. که ونه وتل، بیا به یې جرګه په خپل بندوبست وباسي.
جرګې پرېکړه وکړه چې د ډیورنډ په کرښه ټولو دروازو باندې د دواړو خواوو وګړي به تګ راتګ بې پاسپورټه او بې تذکیرې کوي.
په پرېکړه ليک کې راغلي وو چې برېښنا د پښتون وطن پیداوار دی، خو اوس په یوه یونېټ ۶۰ روپۍ اخیستل کیږي، او د جرګې د پرېکړې له مخې به وروسته له دې په یوه یونېټ تر پنځو روپیو ډېرې نه ورکول کیږي.
جرګې دغه راز یو بله جرګه وټاکله ترڅو د پښتنو قبیلو په مینځ کې چې کومې شخړې دي، سیمو ته یې ورشي او ور حل یې کړي.
جرګې پرېکړه وکړه چې هیڅوک به په زور پیسې نه اخلي او نه به یې خلک ورکوي، د جرګې له خوا به د بې کوره شوو پښتنو سره به اړیکه نيول کېږي او خپلو سیمو ته به یې انتقالوي؛ د پښتنو مزدورانو سره په نورو صوبو کې ظلم باید بند شي.
د خیبر جرګې پرېکړه وکړه چې د سيمې د امن او مسايلو په اړه به د پښتنو جرګې پرېکړه کوي.
جرګې غوښتنه وکړه چې د قانون له مخې باید پوځ په سیاست کې دخالت ونکړي او د پوځ هغه مرکزونه چې د شکنجې لپاره جوړ شوي او پښتنو ته پکې شکنجې ورکول کېږي، بايد لغوا اعلان شي.
جرګې اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا خپله برخه اوبه باید ورکړل شي او پر طبيعي منابعو بايد پښتانه واکمن وي او له اړتيا زياتو منابعو په اړه به قام پخپله پرېکړه کوي.
د جرګې پرېکړه ليک کې راغلي، چې د پښتنو بلاک شوي شناختي کارډونه باید بیرته خلاص شي کنه بیا پښتانه دا نور شناختي کارډونه هم ورسپاري او خپل شناختې کارډ جوړوي.
پرېکړه ليک کې راغلي چې سیاسي قیدیان باید خوشې شي، علي وزیر او نور ټول زندانیان چې د جرګې نه مخکې او د جرګې پر مهال نیول شي باید خوشې شي.
جرګې وويل که له جرګې سره د مرستې په نوم که څوک نیول کیږي او یا ځورل کیږي نو جرګه به یې پوښتنه کوي او دغه عمل به له سخت غبرګون سره مخ شي.
په جرګه کې پرېکړه وشوه چې د پښتنو په ځینو سیمو کې په بدو کې د نجونو د ورکړې او نورو بدو رواجونو مخه به نیول کیږي.
همدارنګه په بر وطن کې باید د نجونو د زده کړو اجازه ورکړل شي. جرګې وویل چې راتلونکې میاشت به بیا پښتانه په خپلو کې سره په مختلفو ځايونو کې ټولیږي او د جرګې د پرېکړو تعقیب به کوي.
جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور باید د دغې پریکړې په عملي کول کوټلی اقدام وکړي او د پښتنو له اسمبلي نه پرې تاييد او تصويب ترلاسه کړي.
جرګې وويل چې په پيټي ام باندې لګیدلی بندیز باید ختم شي.
د پرېکړه ليک په پای کې منظورپښتين له ټولو ګډونوالو لوړه واخيسته چې د جرګې د پرېکړو د عملي کولو ملاتړ به کوي او هر راز قرباني به ورکوي. منظور پښتين وويل چې که د جرګې د پرېکړو د عملي کولو مخنيوی وشو نو بيا به ټول قام هغه اقدام کوي چې کوم د جرګې د ګډونوالو په زړه کې دی او همدا اوس پرې فکر کوي.
په خیبر کې د پښتنو لويه قومي عدالت جرګه تېره ورځ د اکتوبر پر ۱۲مه له لسګونو ننګونو سره پیل شوه، چې نږدې ۱.۴ ميليونو کسانو د پښتونخوا له مختلفو سيمو، پاکستان او افغانستان نه پکې ګډون کړی و.