راپورونه

په فلسطین کې د جګړې زیانونه لسټ او خپاره شول

د غزې په تړانګه کې د اوربند د هوکړې له اجرا او د اسرائیلي پوځیانو په شاتګ سره په زرګونو فلسطینیان خپلو کورونو ته ستانه شول.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې له کنډوالو پرته بل څه نه دي پاتې.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند فرحان حق وویل: غزه د بیارغونې او ماین پاکولو لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري.

“حق” وویل: “موږ چمتو یو چې په غزه کې د فلسطین خلکو ته د بشري مرستو د لیږلو په بهیر کې مرسته وکړو؛ موږ هیله لرو چې هره ورځ په سلګونو لارۍ دې سیمې ته ولیږدول شي او په خوندي ډول مستحقینو ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتو د سرمنشي د وياند مرستيال وويل: د غزې د تړانګې زياتره برخه او د هغې زيربناوې ويجاړې شوې دي او مونږ به يې د بيا جوړولو لپاره هلې ځلې وکړو.

په دغه تړانګه کې روغتونونه، ښوونځي او کورونه ویجاړ شوي، په ځینو سیمو کې هر څه له خاورو سره خاورې شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې ویجاړې شوې ودانۍ د غزې د استوګنې 90 سلنه برخه جوړوي.

د دغه سازمان په وینا، ۱۶۰ زره د استوګنې واحدونه ویجاړ شوي او ۲۷۶ زره نور واحدونه سخت زیانمن شوي دي.

همدا راز د اسرائیلو د درنو وسایطو او ټانکونو له خوا کرنیزې ځمکې هم تخریب، په ډنډونو او کندو بدلې شوې دي.

د ټولو ویجاړیو سره سره، اوس چې اوربند پیل شوی، د غزې اوسیدونکي بیرته خپلو سیمو ته ستنیږي.

ډیری یې نه یوازې خپل کورونه او د ژوند کولو سیمې یې ویجاړ شوي، بلکې خپل عزیزان یې هم له لاسه ورکړي.

AFP خبري اژانس د یوه کډوال له خولې ویلي: “زموږ ژوند تباه شوی دی، حد اقل شل کاله لازم دي، چې موږ بېرته خپل ژوند په عادي ډول پیل کړو.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د غزې جګړې له 50 میلیون ټنو څخه ډیر کثافات پریښي چې د 100 څخه زیاتو لاریو او بشپړ وخت کارګرانو سره لرې کول به یې 15 کاله وخت ونیسي.

د کثافاتو لرې کول د دې حقیقت له امله هم پیچلي دي چې په لوی مقدار کې ناچاوده توکي او نور زیان رسونکي توکي او همدارنګه د انسان پاتې شوني شامل دي.

له بلې خوا، د خوړو او حفظ الصحې نشتوالی لاهم یوه جدي ستونزه ده.

 د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د روغتیا د برخې پر بشپړې ویجاړۍ د نیوکې ترڅنګ د بیارغاونې لپاره د پراخو پانګونو اړتیا اعلان کړه، چې د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان د اټکل له مخې د بیارغونې لپاره لږ تر لږه ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

په غزه کې د روغتیا پاملرنې زیربنا پانګونې ته اړتیا ده.

له ۳۵۰۰ څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ سره مخ دي، د ۳۵۰ زره کسان چې په پټو او اوږدو ناروغیو اخته دي، ورته درمل نشته او د بې شمېره کسانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

دغه کمښت د وژونکو ناروغیو د خپریدو لامل شوی، په ځانګړې توګه د بې ځایه شویو خلکو ترمنځ.

د مرستو لارۍ اوس غزې ته روانې دي، خو خوراکي توکو او درملو ته اړتیا ډېره ده.

روغتيايي شبکه نشته، د درملنې مرکزونه او ډاکټران نشته.

 په دې اړه د غزې د تړانګې د رسنیو فعال ساند حسونه وویل: اوس مهال د غزې تړانګې څه دپاسه ۹۰ فیصده اوسیدونکي د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي او څه دپاسه ۳۰۰ زره کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي.

په تېر کال کې تر ۵۰ ډېر کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.

اوس په غزه کې د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیسټ رژیم له پنځلسو میاشتو جنګ او نسل وژنې وروسته هم له ټولو مشکلاتو او پراخې تباهۍ سره سره بیا هم د غزې د بیا ودانولو لپاره خپلې خاورې ته د ستنیدو په حال کې دي.