نړۍ

روسیه اوکراین سره جګړه ختموي خو خپلې غوښتنې لري

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د روسیې حکومت اوکراین سره د جنګړې ختمولو په پار د خپلو غوښتنو نوملړ امریکا سره شریکې کړی

د رویټرز خبرې اژانس راپور ورکړی چې د روسیې هیواد د دې هیواد او اوکراین ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره د غوښتنو نوملړ امریکا ته ورکړی.

که څه هم نه دي ویل شوي چې په یاد نوملړ کې کوم موارید شامل دي خو رویټرز د دوو سرچینو له قوله ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین سره د جګړې د ختمولو په پار یادې غوښتنې مهمې ګڼلې او ویلي دي چې په دې غوښتنو له تېرو دریو اونېو راهیسې د امریکايي او ورسیي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.