زېلېنسکي: روسیه د اوربند پر ځای غواړي جنګ ته دوام ورکړي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پرون رسینو ته ویلي چې پوتین د اوربند مخالف دی خو ټرمپ ته د دې موضوع د یادولو څخه ډار لري
تر دې وړاندې د پوتین یو سکلار ویلي و چې مسکو له اوکراین سره د موقتي اوربند مخالف دی او د جګړې پر اوږد مهاله حل ټینګار کوي، یوری اوشاکوف دغه ۳۰ ورځیني اوربند د اوکراین د پوځ لپاره یوه موقتي مهلت او د خپلو ځواکونو د نوي کولو لپاره فرصت بللی دی بل پلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ویلي چې د اوکراین له لنډ مهاله اوربند سره موافق دی خو ویلي یې دي چې منځمهاله پروسه باید د روسیې د غوښتنو او اوږد مهاله سولې لامل شي.
که څه هم پوتین د روسیې د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په ناټو کې د اوکراین نه غړیتوب په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو نه ځای پر ځای کول او د اوکراین څخه د نیول شویو سیمو د روسیې د حاکمیت په رسمیت پیژندل د مسکو شرطونه پیژندل شوي دي.
زېلېنسکې تیره ورځ ویلي چې پوتین د دې وړاندیز د ردولو لپاره چمتوالی نیسي مګر هغه ډاریږي چې ټرمپ ته وايي چې هغه غواړي جګړې ته دوام ورکړي او غواړي اوکراینیان ووژني.
نوموړي زیاته کړې چې مسکو د اوربند په خبرو کې ځینې شرطونه وضع کړي چې په یا د منلو نه دي هغه اوربند د رېښتېنې سولې لپاره مهم بللی او هیله ښودلی چې یاد اوربند عملي شي.
د امریکا ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ تر بریا وروسته هغه په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې اوکراین کې جګړه ختمول یې لومړیتوب دی او په هر ډول هلته روانه جګړه پای ته رسوي، هغه کواښ هم کړی و چې که روسیه د یاد اوربند سره مخالفت څرګند کړي سخت بندیزونه به پرې ولګوي.