لوبې

د کرکټ نړۍ ستره لیګ ای پي ایل ۸ ورځې وروسته پیل کیږي.

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د هندوستان کرکټ ستر لیګ ای پي ایل چې د کرکټ نړۍ کې ستر خصوصي لیګ بلل کیږي اته ورځې وروسته د کلکتې او بنګلور لوبډلو په لوبې سره پیل کیږي.

په دې لیګ کې د کرکټ نړۍ څخه بیلابیل لوبغاړي لوبه ترسره کوي چې د افغانستان یو شمیر لوبغاړي هم پکې شامل دي.

په سږ کال ای پي ایل سیالیو کې به د رحمن الله ګربز اړوند  کلکته د خپلې اتلولۍ دفاع کوي په داسې حال کې چې سږ کال به د دې لوبډلې رهبري  نوی لوبډلمشر اجېنکیه راهاني وکړي.