ځانګړي برخهراپورونه

امریکا ته د سفر بندیزونه؛ افغانستان د نوملړ په سر کې دی

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت دغه هېواد ته سفر د نویو بندیزونو د لګولو پر چمتوالي‌ بوخت دی چې افغانستان د دغه نوملړ په سر کې دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته یوې باورې سرچینې منلې چې دا ګام د امریکا د ملي‌ امنیت د تدابیرو د سختولو او غیرقانوني کډوالو د مخنیوي‌ لپاره یوه هڅه ده.

د راپورونو له مخې، دغه لیست کې ۴۳ هېوادونه شامل دي چې په دریو برخو ویشل شوي. په لومړۍ برخه کې افغانستان، ایران، لیبیا، کیوبا، بوتان، جنوبي کوریا، سومالیا، سوډان، سوریه، وینزویلا او یمن شامل دي او د پاکستان او روسیې په ګډون ګڼ نور هېوادونه هم د دې لیست برخه دي.

د ټرمپ‌ حکومت له راتلو سره پر کډوالو د لګیدلو محتدودیتونو له امله زرګونه هغه افغانان چې امریکا ته دورتلو په هڅه کې دي هم زیانمن شوي دي. ډېری افغانان په ځانګړې توګه هغه کسان چې له امریکايي ادارو سره یې کار کړی وو او واک ته د طالبانو له رسیدو سره یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی، هیله درلوده چې د کډوالۍ چارې به یې چټکې شي خو د ټرمپ د حکومت نویو بندیزونو یې چارې ټکنۍ کړي.‌

د ټرمپ د حکومت منتقدین وایي چې افغانستان د بندیزونو په نوملړ کې شاملول، به د هغو کسانو ژوند سخت له ګواښ سره مخ کړي چې له امریکایي ادارو، پخواني حکومت او رسنیو سره یې کار کړی.

د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دغه بندیزونه به زرګونه افغانان په داسې یو هېواد کې بند پاتې کړي‌ چې د سیاسي‌او اقتصادي‌ ستونزو ترڅنګ د افراطي‌ مذهبي ډلو لخوا هم له جدي‌ ګواښ سره مخ دي.

د ټرمپ حکومت له دې وړاندې له دغه هېواده د کډوالو د ویستلو لړۍ هم پیل کړې وه چې څه موده وړاندې د سي‌بي‌اېس ټلویزیونې شبکې راپور خپور کړی وو، چې د امریکا حکومت د غیر قانوني افریقایي‌ او اسیایي کډوالو د ویستلو لړۍ پېل کړې چې په لومړۍ الوتکه کې یې د افغانانو په ګډون ۱۱۹ کسان د پاناما هېواد ته استولي وو چې د افغانستان، ایران، چین، هند، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ازبکستان، او ویتنام هیوادونو وګړي دي. 

حقوقي کارپوهان وړاندوینه کوي چې هر ډول نوي د سفر محدودیتونه به احتمالاً د امریکا په محکمو کې له قانوني ننګونو سره مخ شي؛ ځکه چې د پخوانیو حکومتو لخوا د لګیدلو بندیزونو شخړې چې ډېرې یې د مسلمانو هیوادونو پر ضد وو، لا هم دوام لري. د افغان کډوالو مدافع سازمانونه له ټرمپ له ادارې غواړي چې افغانستان د بندیزونو له لیسته وباسي، او ټینګار کوي چې امریکا د هغو کسانو پر وړاندې اخلاقي او قانوني مکلفیت لري چې د دوی له ماموریت سره یې مرسته کړې ده.

د مخالفتونو سره سره، راپورونه وايي چې اداره د سفر بندیز د جزئیاتو نهایي کولو په حال کې ده، او ممکن په راتلونکو اونیو کې به رسمي اعلان وشي.

دا پرېکړه کیدای شي د امریکا او افغانستان ترمنځ پر اړیکو هم جدي اغیز وکړي، او همدارنګه زرګونو افغانانو ته چې د امنیت او نوي ژوند په لټه کې دي، د ستونزو سبب شي.