نړۍ

مارکو روبیو: د نور, محصلینو ویزې هم لغوه کوو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د دوي  به راتلونکو ورځو کې د نورو محصلینو ویزې هم لغوه کړي، نوموړی دغه څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې په دې هیواد کې د فسطین پر ملاتړ لاریونونو کې د ګډون په تور د کوکمبیا پوهنتون یو محصل محمود خلیل ونیول شو او ډیر احتمال شته چې له امریکا وویستل شي.

د محمود خلیل تر نیولو وروسته د امریکا ولسشمر ډوناډ ټرمپ ویلي و چې د کولمبیا پوهنتون د فلسطیني محصل محمود خلیل نیول چې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې یې د فلسطین پر ملاتړ د لاریونونو تنظیمولو کې مهم رول لوبولی و، لومړی ګام دی او نور کسان به هم ونیسي.

هغه  ویلي و چې ډېری دا خلک محصلین نه دي او ویې ویل چې دوی “اجرتي فسادیان” دي. موږ به دغه تروریستي کسان وپېژنو، نیسو یې، له هېواده به یې وشړو او هېڅکله به د بېرته ستنېدو اجازه ورنه کړو

بل پلو هغه مهال د محمود خلیل وکیلانو د حکومت دغه اقدام غیر قانوني بللی و او ویلي یې و چې دغه نیول د بې عدالتۍ او د بیان له ازادۍ څخه د معافیت له حقونو سرغړونه ده.

د محمود خلیل وکیل ایمی ګریر د نیویارک فډرالي محکمې ته په یوه عریضه کې د هغه د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې وه خو هغه تر دې مهاله خوشې نشو او لا هم په زندان کې دی

خو اوس تازه په یو نوي اقدام کې د امریکا د بهرنیو چاور وزیر ویلي چې په دې لاریونونو کې د نورو شریکو محصلینو پر ویزو به هم بیا کتنه وکړي او امریکا کې د اوسېدو اجازه به ورنکړي.

د یادونې وړه ده چې په امریکا کې د فلسطین پر ملاتړ شویو لاریونونو کې له امریکا غوښتل شوي و چې د  اسراییلو ملاتړ نه دې لاس واخلي خو د نه ده روښانه شوې چې په دې لاریونونو کې د فلسطین غیر د نورو هیوادونو محصلین شامل و کنه