ای پي ایل : اکشرپټیل د ډهلي لوبدلې نوی لوبډلمشر وټاکل شو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د هند کورني مشهور کرکټ لیګ ای پي ای کې د ډهلي کپیټلز لوبډلې اکشرپټیل خپل نوی لوبډلمشر ټاکل نوموړي په دې وروستیو کې د هندوستان کرکټ لوبډلې لپاره ښې سیالۍ ترسره کړي دي او تر ډيره د کرکټ څارونکي وايي چې د رویندرجدیجا په نشتون کې به د لوبډلې لپاره د هغه تشه ډکه کړي.
پټيل چې په لوبډله کې د الرونډر په حیث لوبه سره کوي تر ډيره په ای پي ایل سیالیو کې د ډهلي لوبډلې لپاره لوبیدلی.
نوموړی ډهلي لوبډلې د خپل نوي لوبډلمشر په توګه ټاکل خپلې لوبډلې دی تر دې وړاندې د یادۍ لوبډلې لوبډلمشري ریشب پڼټ کوله خو هغه سږکال د لکنو لوبډلې په بولۍ کې تر ټولو په لوړ قمیت ۲۷ کروړه هندۍ کدارو باندې واخیست چې دا په ای پي ایل سیالیو کې تر ټولو لوړ قمیت دی او تر دې وړاندې د ای پي ایل لیګ په لوبغاړو کې په دومره قمیت څوک نه و اخیستل شوي
د کرکټ دغه مشهور لیګ چې اووه ورځې وروسته پیل کیږي سږ کال تر ډيره پکې ځوان لوبډلمشر خپلې لوبډلې رهبر کړي.